نورستان کې پر ۲۸۰۰ مالدارانو نغدې پیسې ووېشل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۱ - ۹:۴۶
نورستان کې پر ۲۸۰۰ مالدارانو نغدې پیسې ووېشل شوې

۱۱ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د نورستان ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو اوکرنې ادارې په مالي او د افغانستان راتلونکي نسلونو مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د مرکز پارون، واما، وایګل او منډول  ولسوالیو پر۲۸۰۰ مالدارو کورنیو د دوی د مالدارۍ د ودې او پراختیا په موخه نغدې پیسې وېشلي دي.
 د نورستان ولایت دکرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې مرستې په ترڅ کې هرې کورنۍ ته ۶۷۹۰ افغانۍ او د رشقې درې کیلم ګرامه تخم د دوی د څارویو د خوراکی خوندیتوب په موخه ورکړل شوي دي.
ددې مرستې موخه د بېوزله مالدارنو ملاتړ او په ټوله کې د مالدارۍ سکټور خوندیتوب او پراختیاته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۱۲
Background image

کندهار کې د ۶.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۵ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو ملتونو د پراختیای ادارې  «یو ان دی پی »په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا پوهنې وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۵
Background image

ننګرهار کې سلګونو کورنیو ته د شنو خونو جوړولو او سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې  «اف‌اې‌او»په مالي او د نوي مشورتي او مرستندویه. . .

بازگشت