ننګرهار کې ۸۰ مالدارانو ته د پسونو د چاغوالي په موخه متراکمه خوراکه ووېشل شوه
۳۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار په څلورو ولسوالیو کې ۸۰ تنو مالدارانو ته د پسونو د چاغوالي او د مالدارۍ د تولیداتو د زیاتوالي په موخه متراکمه خوراکه ورکړل شوه.
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د کرنې نړۍوال پراختیایي صندق په مالي ملاتړ، د بهسود، رودات، کامې او سره رود ولسوالیو په کچه ۸۰ تنو څارویو لرونکو ته د پسونو د چاغوالي په موخه متراکمه خوراکه ووېشل شوه.
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وایي، یاده مرسته د هغو مالدارانو لپاره ځانګړې شوې چې څلور پسونه لري، چې له دې ډلې درې پسونو ته متراکم خوراک ورکول کېږي او یو پسه د مقایسې لپاره له یاد خوراک څخه بې برخې ساتل کېږي، ترڅو د متراکمې خوراکې اغېزې په عملي توګه وارزول شي.
نوموړي زیاته کړه، د دې پروګرام له لارې به د متراکمې خوراکې د اغېزو ترڅنګ، مالداران له دغه ډول حیواني خوراکې سره لا ډېر بلد شي او د څارویو د ښه تغذیې، چټک چاغوالي او د مالدارۍ د تولیداتو د زیاتوالي په برخه کې به ترې ګټه واخلي.
د یادې متراکمې خوراکې د وېش اساسي موخه د مالدارۍ سکتور پیاوړتیا، د څارویو د تغذیې د کچې لوړول، د مالدارانو د پوهاوي زیاتول او د نوو او اغېزناکو خوراکي طریقو دودول دي.
د ننګرهار د کرنې ریاست په همغږۍ د ورته پروګرامونو پلي کېدل کولی شي د مالدارانو د تولید کچه لوړه او د څارویو د روغتیا او تغذیې په برخه کې د هغوی تجربې لا پیاوړې کړي
