ننګرهار کې ۸۰ تنو بزګرانو ته د ناروغیو هراړخیز کنټرول په موخه روزنه او وسایل ورکړل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۸:۴۸
ننګرهار کې ۸۰ تنو بزګرانو ته د ناروغیو هراړخیز کنټرول په موخه روزنه او وسایل ورکړل شو

دننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډاکار خیریه مؤسسې په همکارۍ د ننګرهار په کوټ، هسکه مېنه او روداتو ولسوالیو کې ۸۰ تنو بزګرانو ته د نباناتو هراړخیز کنټرول په موخه روزنه او وسایل ورکړل شو.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې یادو بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي ښه مدیریت، وقایي، درملنې، کرنیزو محصولاتو ساتنې، د چاپیریال او خاورې ککړتیا مخنیوي، انساني او حیواني روغتیا خوندیتوب او د افتونو تلپاتي مخنیوي په موخه روزنه ورکړل شوه.
 ښاغلي محسن زیاته کړه، چې هر بزګر ته  درمل شېندلو پمپ، عینکي، دستکشې، هورموني تلکونه او بروشري ورکړل شوي، ترڅو د ناروغیو مخنیوي او هراړخیز کنتول کې ترې ګټه پورته کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۷
Background image

د کندهار تخته‌پل کې نږدې پنځه زره کوچني څاروي د طاعون ناروغۍ پر ضد وقایوي واکسین شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ، د کندهار د تخته‌پل ولسوالی ۴ زره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۷
Background image

د کندهار پنجوايي کې لسګونه مالداران وروزل شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د اروپایي ټولني په مالي ملاتړ او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د پنجوایي په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۴
Background image

د کندهار ډنډ ولسوالی کې څه باندې ۳۰ زره څاروي د درېیو ناروغیو پر وړاندې واکسین شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارني لاندې ددې ولایت د ډنډ په ولسوالی کې ۳۰ زره او ۳۷۵ څاروي د طاعون، ریخک او داخلي او خارجي. . .

بازگشت