ننګرهار کې په څلورو کتګوریو کې ضبط شوي غرني لرګي د ازادې بولۍ په ترڅ کې وپلورل شو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۰:۳۵
ننګرهار کې په څلورو کتګوریو کې ضبط شوي غرني لرګي د ازادې بولۍ په ترڅ کې وپلورل شو

۱۹ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
ننګرهار کې د بېلابېلو اداراتو له لورې د ټاکل شوي کمېټې په شتون کې په یاد ولایت کې نیول شوي او ضبط شوي غرني لرګې د لسو سوداګرو ترمنځ د ازادې بولۍ په ترڅ کې و پلورل شو.
دلرګیو د پلور کمېټي مسؤل او د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې په څلورو کټګوریو کې لرګې وپلورل شو، چې لومړی کټګوری في فټ په ۱۲۱۰ افغانۍ دوهمه کټګورې په ۷۳۰ افغانۍ، دریمه کټګورې په ۴۵۵ افغانۍ او څلورمه کټګورې في من په ۱۴۵ افغانۍ وپلورل شو. 
 د ننګرهار د کرنې رییس زیاته کړه، چې په نږدې ورځو کې به ګټوونکو سوداګرو ته د کمېټې د غړو په شتون کې فټواري ترسره او سوداګرو ته به لرګې وسپارل شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۱۷
Background image

فراشغان ولسوالی ته د لغمان د کرنې رییس سفر

۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سلیمان ایمن په داسې حال کې، چې د قدرتي زیرمو آمر مولوي ګل رسول زبیر، د کرنې متخصص او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۸:۳۳
Background image

پکتیکا کې د لسګونو ونو د ناقانونه وهلو قضیه ثبت او عدلي مراجعو ته وسپارل شوه

۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د نعمت اباد ولسوالی د ځنګلاتو د ساتنې مسؤلینو د خپلو دوامدارو څارنو په ترڅ کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۸:۲۰
Background image

کونړ کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو او لوبیا د ننداریزو کروندو په‌پار اصلاح شوي تخمونه ووېشل شول

۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت دپراختیایي بودیجې په چوکاټ کې د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو د ترویج. . .

بازگشت