ننګرهار کې د ځنګلونو د پراختیا او ساتنې په پار قومي مخورو سره تړون لیکونه لاسلیک شول

content_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۳ - ۱۶:۴۷
ننګرهار کې د ځنګلونو د پراختیا او ساتنې په پار قومي مخورو سره تړون لیکونه لاسلیک شول

۲۳ چنګاښ ۱۴۰۰
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې یاد ریاست له خوا ددې ولایت د ګوشتې، کوټ او کوزکونړ ولسوالېو په دوه زره او ۵۵۰ هکټاره شاړو ځمکو کې د بېرو، پلوڅو، ګلبید، صبر او ناجو ځنګلونه جوړېږي، چي د ساتنې په موخه یې له ولسي خلکو سره  تړون لیکونه لاسلیک شول.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د ننګرهار مرستیال والي پوهنوال ببرک میاخېل د ځنګلونو او نورو طبیعي زېرمو په ساتنه کې ولسي ونډه خورا مهمه وبلله او ولسي خلکو څخه یې د ځنګلونو په ساتنه کې دهمکارۍ غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ رییس انجنیر انعام الله صافی وویل، چې په ګوشتې او کوټ ولسوالیو کې د دولت د ٣١ مېلیونه، ٤١٧ زره او ٢٨٦  افغانیو په ارزښت  دوه زره  او ٥٠٠  هکټاره د بېرو او پلوڅو ځنګلونه او په کوزکونړ ولسوالۍ کې د کرنې وزارت د اقلیمي بدلون له کبله د رامنځته کېدونکو ګواښونو د کمولو پروژې CDRRP  له لورې د ١١  مېلیونه افغانېو په ارزښت ٥٠ هکټاره د بېرو، پلوڅو، ګلبېد، صبر  او ناجو ځنګلونه جوړوي .
صافي وویل، چې ددې ځنګلونو له پاره په ګوشته او کوټ ولسواليو کې ٢٠ د اوبو څاه ګانې او ٨٠  د اوبو زېرمه کولو ډنډونه جوړوي ترڅو د ځنګلو د اوبوخور په برخه کې ستونزې پیدانشي.
په دې غونډه کې د ولسوالیو قومي مخورو او ولسونو څخه د سیمه ییزو او  ولایتي چارواکو په شتون کې د ځنګلونو د ساتنې ژمنې واخیستل شوې. ولسي استازو هم په دې برخه کې د هر راز همکاریو ډاډ ورکړل او په پاې کې ولسي او قومي مخورو سره د ځنګلونو د ساتنې تړون لیکونه د مسولینو په شتون کې لاسلیک شول.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت