ننګرهار کې د پیازو د ۱۵ ساتنځایونو د جوړولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۶/۶ - ۱۵:۴۹
ننګرهار کې د پیازو د ۱۵ ساتنځایونو د جوړولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۶ وږی ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د « GIZ-EU-FARM» موسسې په همکارۍ د ننګرهار په پنځو ولسوالیو کې د پیازو ساتلو ۱۵ ساتنځایونه يا زېرمو د جوړولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل.

دغه زېرمې هغو بزګرانو ته جوړېشوي دي، چي په سوداګریزه بڼه پیاز تولیدوي.
د پیازو دغه زېرمې، چې ددې ولایت په کامې، ګوشتې، کوز کونړ، رودات او سره رود ولسوالیو کې جوړې شوي دي هر یوه یې شپږ متره اوږدوالی، دوه نیم متر سور، درې متره لوړوالی او د اته ټنه پیازو د ساتلو وړتیا لري.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس انجنیر سمیع الله نصرت وایي، د پيازو د ساتنځایونه په جوړیدو سره به د بزګرانو ستونزې حل او کال دوولس میاشتې به په مارکېټونو کې پیاز په مناسبه بیه وموندل شي .
ددې ترڅنګ بزګرانو او د پیازو سوداګر د یادو زېرمو په جوړیدو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې تر دې وړاندې د سړو خونو د نشتوالي له امله یې پياز په ارزانه بیهپلورل کېدل، چې هم دوی ته هم بزګرانو ته یې زیان ډېر و.
باید وویل شي، چې په دې وروستیو کلونو کې د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا بزګرانو او سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو په پار د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د پیازو او نورو سبو او مېوو د زېرمه کولو او ساتلو په موخه لسګونه ساتنځایونه او سړې خونې جوړې شوي دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت