ننګرهار کې د لیمو حاصلات په ډېرېدو دي

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۳ - ۱۵:۴۳
ننګرهار

۲۳ لیندۍ ۱۳۹۹
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې، په دې وروستیو کلونو کې په دې ولایت کې د لیمو بڼونه او حاصلات ډېر شوې او مخ پر وده روانه ده.
د ننګرهار د کرنې رییس انعام الله صافی وایي «د ننګرهار خاوره اوبه او هوا د لیمو ونو پالنې او روزنې ته مناسبه ده او په دې ولایت کې کال تر بله د لیمو بڼونه زیاتیږي.» د ښاغلی صافی په خبره د یاد ولایت په ډېرو ولسوالیو کې د لیمو ګڼ شمیر بڼونه جوړ شوي، چې په سږنیو حاصلاتو کې یې د پام وړ ډېرښت راغلی دی. انعام الله صافی وویل، چې د ننګرها ولایت د لیمو د بڼونو سږني حاصلات نږدې پنځه زره او ۹۰۰ ټنو ته رسیږي دا په داسې حال کې ده، چې تېرکال ددې ولایت د لیمو حاصلات څه باندې پنځه زره او ۱۰۰ ټنه وه. د ننګرهار لیمو، د دې ولایت ترڅنګ نورو ولایتونو ته هم صادرېږي.
د ننګرهار په ولایت کې د لیمو ډېر بڼونه شته او خلک په خپلو کورونو او کروندو کې د لیمو ونې اېښي دي او يا دلیمو بڼونه یې جوړ کړي دي، خو په تېرو څو کلونو کې د کرنې وزارت له خوا په دې ولایت کې د لیمو یوشمېر معیاري او سوداګریز بڼونه هم جوړ شوي دي.
د افغانستان ختیځ ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونه مدیتراني اقلیم او د مالټو، نارنج او لیمو بڼونو لپاره مناسبه هوا لري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۴:۴۳
Background image

بغلان ولایت کې د عشر او زکات راټولولو پروسې د ښه تنظیم او د چارو د لا ښه والي په موخه غونډه دایره شوه

۱۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بغلان ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د عشر او زکات راتولولو آمریت له لوري د عشر او زکات راټولولو پروسې د ښه تنظیم او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۴:۳۹
Background image

د میدان وردګو په دایمیرداد ولسوالی کې د اوبو د سپما پروژو چارې پیل شوې

۱۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د اوبو سپما، کرنیزو ځمکو خړوبولو او د اوبو د مدیریت د ښه والي په موخه د څو مهمو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۴:۳۶
Background image

پکتیکا ولایت کې د لرګیو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
 د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ځنګلاتو د ساتنې مسؤلینو له لوري د لرګیو د ناقانونه قاچاق مخه ونیول شوه، چې غوښتل. . .

بازگشت