ننګرهار کې د طبق ناروغي پر وړاندې د واکسینو کمپاین پیل شو

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۵ - ۱۴:۹
 ننګرهار کې د طبق ناروغي پر وړاندې د واکسینو کمپاین پیل شو

۲۵ کب ۱۳۹۸
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت په اتو ولسوالیو «خوګیاڼی، سره رود، بهسود، بټي کوت، کامې، ښیوې، دره نور او غني خېلو نوزاد» کې د څارویو د طبق (FMD) ناروغي پر وړاندې د واکسینو کمپاین پیل کړئ دی.
د ننګرهار د کرنې ریاست وایي، چې ددې کمپاین په لړ کې پر ۸۰ زره وړو او لویو څارویو د طبق ۸۰ زره دوزه واکسین پلي کیږي، چې ددې ولایت د څارویو د خوندي تابه په برخه کې ګټور ګام او د څارویو د طبق د ناروغي د کچې په ټېټولو کې مرسته کوي.
طبق یوه خطرناکه ناروغي ده، چې د اخته څارویو او محصولاتو سره دتماس په نتیجه کې په سرعت سره لېږدول کیږې.
ددې کمپاین په پلي کېدو سره د طبق ناروغي د پراختیا مخه نیول کیږي او ترڅنګ یې د مالدارانو مالونه خوندي او اقتصادي پیاوړتیا ته یې زمینه برابریږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کندهار کې ۱۸۰ کورنیو ته د شلومبو جوړولو ماشینونه ووېشل شول

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د یاد ریاست د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کابل کې د نور هېواد سړې خونې د پرانیستې او ګټې اخیستنې په مراسمو کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل ښار د خوشحال خان په سیمه کې د نور هېواد سړې خونې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

غزني ولایت کې د ننداریزو کروندو د جوړولو په موخه د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق 
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي، د اصلاح شوو تخمونو د کارونې د دودولو او د معیاري کرنیزو لارو. . .

بازگشت