ننګرهار کې د شولو ۱۶۰ ننداریزې کروندې جوړېږي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۱ - ۱۵:۵۵
ننګرهار کې د شولو ۱۶۰ ننداریزې کروندې جوړېږي

۱۱ غویی ۱۴۰۰
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست د کرنې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ پروژې  «SNaPP2»  په همکارۍ ددې ولایت په اوو ولسوالیو «بهسود، کامه، کوزکونړ، سرخرود، مومندره، لعل پور او دره نور»  کې دکتار په ډول دشولو دعصري کرکېلي د ترویج په موخه د ننداریزو کروندو  دجوړولو په پار پر ۱۶۰ بزګرانو د شولو اصلاح شوي تخمونه او د کرکېلي اړین توکي وېشلي دي.
د کرنې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ پروژې « SNaPP2» چارواکي وایي، چې یاد ننداریزې کروندې بزګرانو ته دکتار « RIPA» په ډول دشولو کرلو د نوي او عصري میتودونو د زده کړې او رواجولو په موخه جوړېږي. د دوی په خبره دکرنې وزارت له لورې یادو بزګرانو ته ټول تولیدي عوامل په وړیا توګه ورکړل شوي دي.
د ترلاسه شویو څېړنو پایلې ښیي، که چیرې شولې په محلي ډول دپاشان په شکل وکرل شي نو له یوه هکټاره ځمکه په منځنۍ توګه څلور ټنه شولې په لاس راځي او که چیرې په عصري ډول د کتار په بڼه وکرل شي نو له یوه هکټاره ځمکه  په منځنۍ کچه شپږ  ټنه شولې په لاس راځي.
باید وویل شي، چې تېرکال د کرنې وزارت د همدې پروژې له لارې د ننګرهار په ولایت کې د شولو ۳۵۰ ننداریزې کروندې کرل شوې وې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت