ننګرهار کې د زابرونو د کېندنې چارې پیل شوې

naim.rezai
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۴ - ۱۱:۲۷
ننګرهار کې د زابرونو د کېندنې چارې پیل شوې
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د څه باندې ۹۵ زره امریکایي ډالرو په لګښت د زابرونو یا جرنو د کېندنې چارې پیل شوي دي.
د ننګرهار د کرنې رییس انجنیر انعام الله صافی وایي، چې د خوړو خوندیتوب پروژې «NCRO» په همکارۍ ددې ولایت د بهسودو، سرخرود، کوز کونړ ولسوالیو او جلال آباد ښار کې د پنځه زره مترو زابرونو د کېندنې چارې د بهسودو د چمیار له کلي پیل شوي دي، چې له مخې به یې په شپږو میاشتو کې ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ هکټار هغه ځمکې، چې د اوبو له سطحې څخه ښکته دي له زېم او ډنډونو خلاصه او کرته چمتو شي.
ښاغلی صافی وویل، چې ددې پروژې د تطبیق پر مهال سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او د چارو په بشپړېدو سره به څلور زره کورنۍ ترې ګټه پورته کړي.
د انعام الله صافی په خبره، ددې زابرونو په جوړېدو سره به د اوبو سطحه ټیټه، ځمکه به د کر لپاره تیاره، د چاپېریال د ککړتیا مخه به ونیول شي، کرنیز محصولات به زیات، د خوړو خوندیتوب او اقتصادي پیاوړتیا به رامنځته او دغه راز د څاریو د ناروغیو مخنیوی او څارویو ته به د خوراکي توکو د کر زمینه برابره شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت