ننګرهار کې د بڼوالۍ څلور ورځنۍ روزنیز پروګرام پیل شو

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۷ - ۱۵:۲۰
 ننګرهار کې د بڼوالۍ څلور ورځنۍ روزنیز پروګرام پیل شو

۱۷ لېندۍ ۱۳۹۸
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې(NHLP)په همکارۍ د ختیځو ولایتونو د کرنې ریاستونو د ترویج استازو او د بڼوالۍ او مالدارۍ پروژې د بڼوالۍ د برخې ۵۰ کارکوونکو ته چې ۱۱ یې انجونې دي د بڼوالۍ په برخه کې څلور ورځني روزنیز پروګرام پیل کړ.
د یاد روزنیز پروګرام په پرانیست غونډه کې د ننګرهار د کرنې چارسمبال مشر ډاکټر محمدضمیر بهسودي وویل، چې د بڼوالۍ د هر اړخیزو ستونزو د معلومولو او شته ستونزو ته حل د لارې پیدا کولو په موخه ورته ټرننګونه ګټور دي.
په ورته وخت کې د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې (NHLP) د ختیځ زون مسول انجنیر رحمت ګل سیرت د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، چې یاد روزنیز پروګرام د بڼوالۍ په برخه کې د کارکوونکو د وړتیا لوړول او په دغه برخه کې د هر اړخیزو ستونزو د حل په موخه جوړه شوې ده.
ښاغلي سیرت وویل، چې ددې روزنیز پروګرام په لړ کې به ګډونوالو ته د «اوبو تنظیم، د نباتي هورمونونو پېژندنه، د ژمني ناروغیو او افتونو کنټرول او ډېران جوړولو» په برخه کې هر اړخیز معلومات ورکړل شي.
د ننګرهار د کرنې ریاست تل هلې ځلې کوي، چې په روزنیزو برنامو سره د بڼوالو وړتیاوې لوړې او اقتصادي پرمختګ ته یې زمینه برابره کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت