ننګرهار د سبو او مېوو د کرکېلې او تولید غوره ځای

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳۰ - ۱۳:۸
ننګرهار د سبو او مېوو د کرکېلې او تولید غوره ځای

۳۰ مرغومې۱۳۹۹
ننګرهار يو له سرسبزو ولايتونو څخه دى، او ډېرى خلک يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، ددې ولایت په ډېرۍ ولسواليو کې اوبه پرېمانه دي نو په همدې موخه د ننګرهار په ولایت کې بېلابېل غلې دانې او سابه لکه بادرنګ، روميان، پياز، تورۍ، بېنډۍ، کدو، ګلپي، مولۍ، الو، کچالو، غنم، وريجې، جوار، ږدن، وربشې او داسې نور کرل کېږي او ښه حاصل ورکوي.
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت بزګران د نورو سبو ترڅنګ بېنډۍ هم کري او ښه حاصل ترې تر لاسه کوي.
د چارواکو په وینا د یاد ولایت په نږدې ټولو ولسوالیو کې د بېنډیو کرکېله کېږي او ددې ولایت ډېر شمېر بزګران د بېنډیو په کرکېله او تولید بوخت دي.
د کرنې وزارت د احصایې ریاست د ۱۳۹۸ یم کال شمېرې ښیي، چې د یاد ولایت په ۱۶۶ هکټاره ځمکه بېنډۍ کرل شوي وې چې د حاصلاتو د تولید کچه یې یوزر او ۹۹۲ مټریک ټنو ته ورسېد. که څه هم په ۱۳۹۹یم کال کې ددې ولایت د بېنډیو د کروندو او حاصلاتو کره شمېره تر دې دمه نشته خو د اټکل له مخې د تېرکال په پرتله یې حاصلات زیات دي.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د کرنیزو حاصلاتو د ډېرښت او د موسمي نباتاتو د ودې او تولید لپاره هلې ځلې کوي تر څو د یاد ولایت د کروندګرو عواید لوړ او یاد ولایت د سبو په برخه کې پرځان بسیا کړي.

 

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۶:۰
Background image

کابل کې د امام ابوحنیفه د ملي او نړۍوال نندارتون په پرانیسته کې د کرنې وزیر ګډون

۲۶ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د امام ابو حنیفه د څلورم ملي او نړۍوال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې چې د کابل په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۵:۴۱
Background image

کندز کې پر یوشمېر مالدارانو د څارویو د خوراکي توکو وېش تر سره شو


۲۶ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د «داکار» دفتر په همکارۍ او د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د کندز د مرکز او چهاردرې ولسوالۍ ۱۴۰ تن مالدارانو ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۴:۳۳
Background image

د هلمند نوزاد کې یو چکډېم جوړ او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د نوزاد ولسوالی په غوریانو سیمه کې یو چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد. . .

بازگشت