لوی اختر مو مبارک شه
د لوی اختر، د بندګۍ او سرښیندنې اختر د رارسېدو په مناسبت د هېواد ټول سرلوړي ملت ته د زړه له کومې مبارکي وایم او له لوی خدای (ج) څخه غواړم، چې د ټولو عبادتونه په خپل سپېڅلي دربار کې قبول او مقبول کړي.
د کوچني اختر په څېر په دې اختر کې هم د کرونا ناروغي له کړکیچ سره مخ یو، په همدې موخه له ټولو هېوادوالو غواړم، چې ددې ویروس د لا خپراوي د مخنیوي په پار دې روغتیایي لارښوونې رعایت کړي.دغه راز د کانګو تبې څخه د خوندیتوب په پار د قربانۍ د وجیبې د اداکولو ( د څارویو د حلالې) په وخت مخنیوونکي تابیاوې ونیسي.
هیله ده، چې د لوی اختر ورځې زموږ د ګرانو هېوادوالو لپاره له خوښیو ډکې ورځې وي او په یوه ډاډمنه او امنه فضا کې پیل او پای ته ورسېږي.
ټولو هېوادوالو ته له ورورولۍ، مینې او له خوښیو ډک اختر غواړم
لوی اختر مو مبارک شه
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر
نصیر احمد درانی