لوګر کې سلګونه اړمنو کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۱۳:۳۳
لوګر کې سلګونه اړمنو کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوه

۱۶ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایې، چې د ۱۹ میلیون افغانیو په مالی ارزښت لوګر کې سلګونه اړمنو کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې.
دغه پروژې چې ۱۲۰۰ اړمنو کاریګرو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده د لوګر  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې نړۍوالی ادارې په مالي او د افغانستان لپاره د راتلونکو نسلونو مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د دغه ولایت مرکز پُل علم په ګډون محمدآغه، څرخ او برکي برک ولسوالیو کې پلي کېږي، چارې یې رسماً د مسؤولینو او قومي مشرانو په شتون کې پيل شوې.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې چې دلوګر ولایت د مرکز پُل علم اړوند پادخواب شانې کلی کې جوړه شوې وه  پکې د لوګر د کرنې او مالدارۍ رییس مولوی عبدالرؤف سعید سربېره د طبیعي سرچینو او عوایدو آمرینو قومي مشرانو او د پروژې پلی کوونکی مؤسسې ولایتي مسؤولینو ګډون کړي وو.
د چارواکو په خبره یادو پروژو کې ۱۲ وړې ودانیزې پروژې، چې پکې د کانالونو کېندل، په اساسي او پاخه توګه جوړول، د ځمکې لاندې اوبو د مدیریت کولو او پیاوړتیا په پار د ۶۱ زره ٢٠٠ متر مکعب ترنچونو کېندل شامل دي.
د لوګر د کرنې او مالدارۍ رییس مولوی عبدالرؤف سعید د دغه شان پروژو پلي کول مهم وبلل زیاته یې کړه، هڅه کوی بې روزګاره او اړمنو خلکو ته د کار زمینه برابره کړي او د پروژو له پلي کوونکو یې وغوښتل، تر څو پلی کوونکو پروژو کې کیفیت ته پوره توجه وکړي.
باید وویل شي، چې د یادو پروژو  چارې به د درېیو میاشتو موده کې تکمیل او ګټې آخیستنې ته به وسپارل شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۱:۱۳
Background image

د روزګان د اوبو مدیریت لپاره مهم ګام؛ د څلورو چک‌ډېمو جوړولو لپاره سروی ترسره شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یو باصلاحیته پلاوی، چې مشري یې د یاد وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوی باز محمد فیضان کوله د روزګان ولایت ته سفر وکړ، څو د څلورو چک‌ډېمو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۱:۰
Background image

خوست کې یوشمېر بزګرانو ته د شنوخونو جوړولو چارې روانې دي

د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې په همکارۍ په دې ولایت کې د موسمي سبو د کرکیلي دودولو او د بزګرانو د ملاتړ په پار ۲۱ شنې خونې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۹:۵۸
Background image

کندهار کې د چرګانو روزنې فارمونو څخه د ورځې ۳۵۰ زره هګۍ او زرګونه کیلوګرامه غوښته تولیدېږي

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د چرګانو روزنې سکټور په پراخېدو ده او ورځ تربلې پراخېږي. د کندهار د کرنې ریاست د چارواکو په خبره په دې ولایت. . .

بازگشت