لوګر کې د کرکېلې د لارو چارو بدلون؛ لږه ځمکه ډېر حاصل

content_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۰ - ۱۵:۲۰
لوګر کې د کرکېلې د لارو چارو بدلون؛ لږه ځمکه ډېر حاصل

لوګر د کابل په سوېل کې، ښایي کابل ته یوازنۍ نږدې ولایت وي، چې کولی شي له پلازمېنې سره د خپل نږدېوالي او ګاونډیتوب تر ټولو زیاته ګټه پورته کړي.
د لوګر ولایت؛ د نورو ډېرو ولایتونو په پرتله دکرکېلې لپاره مناسبه چاپېریال، اوبه او هوا لري. په وروستیو کالو کې ددې ولایت بزګران او اوسیدونوکو، د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ په برخو کې د پراخو بدلونونو شاهدان دي. دا بدلونونه ددې لامل شوې، ترڅو د لوګر اوسیدونکي او بزګران د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ نويو لارو چارو سره بلد شي او دا زده کړي، چې څنګه له لږو ځمکو ډېرحاصل ترلاسه کولی شي.
مخکې تردې دلوګر د بزګرانو اصلي بوختیا فصلي کرکېله وه، خو د وروستیو کالو په ترڅه کې د کرکېلې په برخه کې په دې ولایت کې په پراخو بدلونونو سره چې رامنځته شوي دي، د بزګرانو دکار بڼه بدله شوې ده او اوس ددې ولایت ډېری بزګران په هر کال او هر فصل کې د کښت او حاصل ټولولو په تمه نه دي؛ بلکه یو وار کري او لسګونه کال یې حاصل ټولوي.
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالله تسل وایي، چې په وروستیو کالو کې د کرنې په برخه کې فعالیتونه ددې ولایت د خلکو او بزګرانو د پوهې کچه لوړه کړې ده او خلک پوه شوي دي، چې دکرنې د لاروچارو په بدلون سره کولی شي، چې له لږو ځمکو ډېر حاصل تر لاسه کړي.
د لوګر د کرنې رییس بڼوالۍ ته ددې ولایت دخلکو لېوالتیا ته په اشارې سره وایي، چې مخکې که په یوه جریبه ځمکه کې غنم کرل کېده یوازې یوفصل به ورڅخه راټولې ده، خو بڼ ته ددې ځمکې په بدلېدو سره حاصل یې څو چنده زیات شوي دي. هغه وویل، چې دې ټکي ته د بزګرانو پام شوی دی او همدا لامل دی، چې د لوګر په ولایت کې بڼوالۍ مخ پر وده ده. عبدالله تسل وایي «یوه موخه چې موږ ټول یې لرو داده، چې څنګه وکولی شو له لږې ځمکې ډېرحاصل تر لاسه کړو. همدا بڼوالۍ کولی شي، چې موږ یادې موخې ته ورسوي. مخکې د غنمو او کچالو کرکېله ډېر دودو و، خو اوس له یوه جریبه بڼ څخه د درې جریبه کچالو او غنمو حاصل په لاس راځي. په همدې موخه خلک تر ډېره بڼوالۍ ته مخه کوي.»
کابل سره د نږدېوالي ښېګڼې
د لوګر ولایت د کابل په سوېل کې، له پلازمېنې سره یو له ترټولو نږدې ولایتونو څخه ګڼل کیږي. پلازمېنې سره نږدېوالي، چې د نورو ولایتونو په پرتله ډېر وګړې په کې ژوند کوي او له ترټولو مهمو کورنیو مارکېټونو څخه ګڼل کیږي کولی شي، چې د لوګر ولایت په کرنیزو فعالیتونو ډېرې اغېزې ولري. هر هغه څه چې په لوګر کې تولید شي کولی شي، چې لنډه موده کې کابل ته ورسیږي.
د لوګر د کرنې رییس عبدلله تسل وایي، چې کابل ته د لوګر نږدېوالی، هغه ښېګڼه ده، چې یاد ولایت د کرنې په برخه کې د نورو ولایتونو په پرتله ځانګړی کوی. هغه وویل «د بازارموندنې (مارکېټنګ) کوم فرصت چې په لوګر کې ده، په ډېرو ولایتونو کې لږ تر سترګو کیږي. په کابل کې کرنیزې ځمکې لږې دي، خو په لوګر کې کرنیز ځمکې ډېرې دي او ترڅنګ یې د کابل مارکېټ هم ورته نږدې دی. دویم دا چې د اوبو او هوا له اړخه هم لوګر غوره دی او ډېرې کرنیزې اوبه هم لري.» د لوګر د کرنې رییس دې ته په ټینګار سره چې د کرنې ښه والي او په دې برخه کې د فعالیتونو زیاتوالی لاډېرې پانګونې ته اړتیا لري، زیاته کړه «که موږ په لوګر کې وړې او لویې سړې خونې او د مېوو او سبو د پروسس کارخونې ولرو، ډاډ من یم چې لوګر کولی شي یو له مهمو کرنیزو ولایتونو څخه وي.»
د لوګر ولایت د کرنې او مالدارۍ په برخه کې په وروستیو کالو کې د پام وړ پرمختګ کړئ دی او یاد ولایت د ورځې ۳۰ لیټره شېدې کابل او پکتیا ته صادروي او دغه راز د غلو دانو تخمونه چې مخکې به یې له نورو ولایتونو واردول اوس دننه په همدې ولایت کې تولید او صادریږي. د لوګر د کرنې او مالدارۍ د ودې په پار اوبولګول هم یو له مهمو برخو څخه دی.
د لوګر د کرنې رییس په خبره، په وروستیو پنځو کالو کې، په دې ولایت کې د اوبولګولو نږدې ۳۵ لوی او واړه کانالونه جوړ شوي دي، چې ددغو کانالونو جوړېدل ددې ولایت کرنیزې ځمکې نږدې ۲۰ سلنه زیاتې کړي دي.
دغه راز د لوګر ولایت مالداران هم خپل کارې لارې چارې بدل کړي دي، مخکې که یې د غوا له یو سیمه ییز نسل څخه په یوه شپه او ورځ کې اووه کیلوګرامه شېدې ترلاسه کول، خو اوس له هر اصلاح شوي غوا څخه په همدې موده کې څه باندې ۳۰ کیلوګرامه شېدې ترلاسه کوي. ددغو محصولاتو د پلور لپاره ترټولو نږدې مارکېټ په کابل کې شتون لري.
په همدې حال کې د لوګر د کرنې رییس وایي، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې دکرنې وزارت فعالیتونه ددې لامل شوي دي، چې ډېری هېوادوال له ډلې دلوګر ولایت بزګران د کرکېلي او مالدارۍ نوي لارې چارې زده کړي او د خپلو عوایدو او حاصلاتو زیاتولي لپاره خپل کاري لارو چارو ته بدلون ورکړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۴:۵۸
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۱۶ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ګوشتې او بټې کوټ ولسوالیو بوټو ساتني مدیریت کارکوونکو په مختلفو کلیو کې بڼوالو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۴:۳
Background image

کندز کې د کرنې او کلیو پراختیا سکټور د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۱۶ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
کندز ولایت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د همکارو مؤسسو او بنسټونو سره د همغږۍ او پرمختګ په موخه غونډه وکړه. په دې ناسته کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۲:۴۷
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت چارواکي: درېیم فارم څخه به سږکال نږدې درې زره ۳۰ ټنه جوار ترلاسه شي 

۱۶ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د درېیم فارم چارواپي وایي، سږ کال په دغه فارم کې شاوخوا ۴۰۳۰ جریبه ځمکه د جوارو د کرلو لپاره ځانګړې شوې ده، چې د. . .

بازگشت