لوګر ولایت ته د کرنې وزارت د اوبولګولو د مرستیال سفر او د ځنګلونو د ساتنې کمېټې سره یې لیدنه

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۱:۱۰
لوګر ولایت ته د کرنې وزارت د اوبولګولو د مرستیال سفر او د ځنګلونو د ساتنې کمېټې سره یې لیدنه


۷ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، لوګر ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددې ولایت د ځنګلونو د ساتنې د کمیټې له غړو سره وکتل.
دغه ناسته د لوګر ولایت په مقام کې د لوګر مرستیال والي مولوي محمد انور دین‌پرور، مولوي عبدالحلیم یاسین د ځنګلونو د ساتنې د قطعې قوماندان، مولوي میرویس د ځنګلونو رییس او د افغان کارت امارتي شرکت رییس سید احمد آغا په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې د ځنګلونو د ساتنې او بیا رغونې، او د لرګیو د قاچاق د مخنیوي اړوند موضوعات وڅېړل شول. همدارنګه، د ځنګلونو د ساتنې کمیټې غړو د خپلو فعالیتونو راپور وړاندې کړل.
دا سفر د لوګر په ولایت کې د ځنګلونو د ساتنې او دوامدارې پراختیا د پیاوړتیا لپاره د کرنې وزارت د هڅو یوه برخه ده.

سفر معین آبیاری وزارت زراعت به ولایت لوگر و دیدار با کمیته حفاظت از جنگلات
۷ قوس ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی بازمحمد فیضان، معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، طی سفری به ولایت لوگر با اعضای کمیته حفاظت از جنگلات دیدار کرد.
این دیدار با حضور مولوی محمدانور دین‌پرور معاون والی لوگر، مولوی عبدالحلیم یاسین قوماندان قطعه حفاظت از جنگلات، مولوی میرویس رئیس جنگلات، و سیداحمد آغا رئیس شرکت امارتی افغان کارت، در مقام ولایت لوگر برگزار شد.
در این نشست، موضوعات مرتبط با حفاظت و احیای جنگلات و جلوگیری از قاچاق چوب بررسی گردید. همچنین، اعضای کمیته حفاظت از جنگلات گزارش فعالیت‌های خود را ارائه کردند.
این سفر بخشی از تلاش‌های وزارت زراعت برای تقویت اقدامات حفاظتی و توسعه پایدار جنگلات در ولایت لوگر است.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۳:۳۰
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۴۹
Background image

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د قرآن کریم د ترجمې ختم ترسره شو

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د مبارکې روژې له لومړۍ ورځې څخه تر ۲۸مې پورې د قرآن کریم د ترجمې لړۍ په منظم ډول ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۳۲
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې ۶۳۰ کورنیو ته مرستې او د کانالونو رغنیزې چارې بشپړې شوې

۲۶ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ګډې هڅې ملي بشري مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «جیای‌ان» مؤسسې په مالي لګښت، د مومندرې. . .

بازگشت