لغمان کې پر لسګونو مالدارو کورنیو د څارویو خوراکي توکي وېشل کېږي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۰:۱۱
لغمان کې پر لسګونو مالدارو کورنیو د څارویو خوراکي توکي وېشل کېږي

۴ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ مُحرَّمُ الحرام ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دې ولایت ۳۷ مالدارو کورنیو ته د وریو د چاغښت په موخه د څارویو خوراکي توکو د مرستې ویش لړۍ پیل شوه.
یاده لړۍ د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد، د هالینډ کمېټې ولایتي مسؤل ډاکټر محمد بیدار سیرت، او د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر ډاکټر جوادالله علیزاده له‌خوا څو مستحقو کورنیو ته د خوراکي توکو په ورکړې سره رسماً پیل شوه.
د لغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد وویل: «دا مرسته چې ۱۶ کورنیو ته په مرکز مهترلام او ۲۱ کورنیو ته د الیشنګ ولسوالی په کچه ځانګړې شوې، هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلوګرامه حیواني خوراکه ورکول کېږي.»
نوموړي زیاته کړه، چې د دې پروګرام موخه د پسونو چاغښت، د اړمنو مالدارو ملاتړ او د مالدارۍ سکتور پراختیا ده.         همداراز، نوموړي د هالینډ کمېټې له دغې مرستې څخه مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې دا ډول مرستې دوام پیدا کړي او لا پراخې شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت او قراردادي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه؛ د ستونزو پر حل او مالي مکلفیتونو د پوره کولو ټینګار وشو

۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت اجرائیوي رییس، سید محمد نعیم محمدي، د هډې فارم له قراردادي کرنیزو شرکتونو د استازو سره د همغږۍ، همکارۍ او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۱۷
Background image

فراشغان ولسوالی ته د لغمان د کرنې رییس سفر

۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سلیمان ایمن په داسې حال کې، چې د قدرتي زیرمو آمر مولوي ګل رسول زبیر، د کرنې متخصص او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۱۷
Background image

د ننګرهار حصارک ولسوالی کې یوشمېر حیواني او نباتي درملتونونه وڅارل شول

۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
 د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د حصارک ولسوالی د ترویج مدیریت ګډ پلاوي د یادې ولسوالی په مرکزي بازار کې. . .

بازگشت