لغمان کې دوه سربندونه او کانالونه جوړیږي

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۷ - ۱۴:۱۸
لغمان کې دوه سربندونه او کانالونه جوړیږي

۷ سلواغه ۱۳۹۸
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د « PMS» موسسې په همکارۍ ددې ولایت یوشمېر سربندونه او کانالونه جوړیږي. د لغمان د کرنې ریاست د چارواکو په خبره د جوړېدونکو سربندونو او کانالونو له ډلې د زېړانیو سربند او کانال او د نهر کریم سربند او کانال د جوړولو په پار لومړنی سروې تر سره شوي او د رغولو چارې به یې ډېر ژر پیل شي.
د لغمان دکرنې ریاست وایي، چې د زېړانیو د سربند کانال ۲۲ کیلو متره اوږدوالی لري، چې په جوړېدو سره به یې یو زر او ۹۰۰ هکټاره نوي کرنیزې ځمکې د خړوبولو تر پوښښ لاندې راشي او دغه راز د نهرکریم سربند او کانال به دوه زره هکټاره نوي کرنیزې ځمکې خړوبې کړي.
د لغمان د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې یاد سربندونه او کانالونه په پاخه او اساسي ډول جوړیږي، چې په جوړېدو سره به یې زر ګونه جریبه نوي کرنیزې ځمکې خړوبې او زرګونه کورنۍ به ورڅخه هر اړخیزه ګټه پورته کړي
د دې پروژې پلي کول که له یوې خوا د اوبو د ضایعاتو مخه نیسي له بلې خوانه د دې سیمې د کرنیزو محصولاتو د کیفیت او کچې په لوړولو کې مرسته کوي او د بزګرانو په اقتصادي وده کې به رغنده رول ولري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴۱
Background image

د کرنې وزارت د مرکزي ریاستونو رییسانو لپاره د مدیریتي او رهبرۍ پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي ریاستونو له ۵۰ څخه د زیاتو رییسانو په ګډون د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو پنځه ورځنی ورکشاپ، له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۲
Background image

میدان وردګو کې ۱۵۵ زره څارویو ته د پښو او خولې ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۲۹
Background image

پکتیا: مالدارانو ته د حیواني خوراکي (سایلیج) جوړونې عملي روزنې پيل شوې

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر په مالي ملاتړ او د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري د زرمت ولسوالی په. . .

بازگشت