لس زره او ۶۸۵ نوې کرنیزې پروژې ګتې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۲۸ - ۱۳:۵۷
لس زره او ۶۸۵ نوې کرنیزې پروژې ګتې اخیستنې ته وسپارل شول

۲۸ غویی ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د «کرنې په اوونۍ» کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې لس زره او ۶۸۵ نوې کرنیزې پروژې، چې په کې د پیاز او کچالو صفر انرژۍ زېرمتونونه او د انارو او مڼو ساتنې په پار صفر انرژۍ سړې خونې شامل دي ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د سبو او مېوو د سلګونو لمریزو وچوونکو دستګاو وېش هم په دې پروژه کې شامل و.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو رییس او ویاند اکبر رستمي وايي، چې ددغو نویو کرنیزو پروژو رغنیزې چارې د کرنې وزارت له پراختیايي بودیجې څخه د پنځه میلیارډه او ۶۱۵ میلیونه او ۱۱۷ زره او ۷۸۸ افغانیو په لګښت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې له لارې په ۳۴ ولایتونو کې پلي شوي او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي.
ښاغلی رستمي وویل، چې ددغو پروژو ۹۰ سلنه لګښت د کرنې وزارت او لس سلنه لګښت یې برخمن شوي بزګران ورکړي دي.
د کرنې وزارت د اطلاعاتو رییس او ویاند وایي، چې د نیو کرنیزو پروژو په پلی کېدو سره د وارداتو کچې د ټیټوالي، د صادراتو زیاتوالي، د کرنیزو محصولاتو غوره پروسس، له مصرف څخه د زیاتو کرنیزو محصولاتو د یوې برخې له خوساکېدو څخه د مخنیوي سربېره ۲۵۰ زره کاري فرصتونه هم ایجاد شوي د ي.
اکبر رستمي وایي، چې ددغو پروژو بشپړېدل دخوړو پر خوندیتوب، د دولت د عوایدو پر زیاتوالي او د بزګرانو پر اقتصادي وده مهمې اغېزې کوي.

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۲:۳۲
Background image

د هلمند مرکز او ١٨ ولسوالیو کې د اورښت کچې معلومولو آلې نصبېږي


٢٩ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
٢٩ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د اقلیم د څارنې او د اوبو د ښه مدیریت په موخه په مرکز لښکرګاه او ټولو ولسوالیو کې د اورښت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۲:۲۹
Background image

هلمند کې د مالدارۍ سکټور په برخه کې د پانګونې لیوالتیا زیاته شوې


٢٩ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
٢٩ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
هلمند کې د مالدارۍ سکتور ورځ تر بلې د بهبود او پیاوړتیا په حال کې دی،  په همدې لړ کې ګڼو هلمندوالو په یاده برخه کې پراخې پانګونې کوي، چې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۲:۲۶
Background image

ختیځ کې دمېوو ٣٤ تصدیقي نیالګیو روزنې مرکزونو وروستۍ ارزونه ترسره شوه


٢٩ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
٢٩ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په لارښونه د ننګرهار د تخمونو د تصدیق د ورکړې امر انجنیر نعمت الله اکبري په مشرۍ یو تخنیکي. . .

بازگشت