فراه کې څلور چک‌ډیمونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۹ - ۱۱:۸
فراه کې څلور چک‌ډیمونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۲۹ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۷ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د فراه ولایت د پشت رود او خاک سفید په ولسوالیو کې د څلورو چک‌ډیمونو، ۵۱ زره او ۱۹۳ ترنچونو او درې پلچکونو رغنیزې چارې پشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د فراه دکرنې، اوبولګول او مالدارۍ رییس مولوی شاه محمد«حاجي سروري» وویل، چې یاد چک‌ډیمونه، ترنچونه او پلچکونه د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په همکارۍ رغول شوي دي، چې د دغو چک‌ډیمونو د جوړولو په جریان کې لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه. 
د دغو چک‌ډیمونو په بشپړېدو سره د باران اوبه مهار او د ځمکې لاندې اوبو سطحه به برقراره وساتل شي. ددغو پروژو د پلي کولوموخه د موسمي اوبو مدیریت او په ټوله کې د بزګرانو او مالدارانو د اوبو ستونزې هوارول دي.
هېره دې نه وي، چې په هېواد کې د سېلابونو د مخنیوي او ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا په موخه د اسلامي امارت له لوري د هېواد په هره ولسوالۍ کې یو – یو چکډېم جوړېږي، چې تر دې مهال یې د لسګونو چکډېمونو چارې بشپړې شوي او دا لړم لا هم روانه ده.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۶:۲
Background image

کندهار کې هره ورځ شاوخوا ۸۰۰ سوه ټنه د چرګانو دانه توليدېږي

۲۴ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، دغه ولایت کې اوس‌مهال د چرګانو د دانې تولید نهه کارخونې فعالیت لري، چې په مرسته. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۶:۰
Background image

د بزګرانو د اضافي غنمو د پېرلو بهیر د ارزونې په موخه بلخ ولایت ته د کرنې وزارت د مالي او حسابي رییس سفر

۲۴ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف د بزګرانو د اضافي غنمو د پېرلو د طرزالعمل د تطبیق د بهیر د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۳:۲۸
Background image

کندهار کې د څه باندې ۹۲ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۴ چکډېمونه او د اوبو زېرمه کولو سلګونه کندې جوړې شوې

۲۴ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د تخنیکي همکارۍ او څارنې په پایله کې، د روان ۱۴۴۶ هجري قمري کال په اوږدو کې د کندهار په ۱۳. . .

بازگشت