فراه کې پر زرګونو مستحقو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل لړۍ پیل شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۱:۵۷
در ولایت فراه روند توزیع تخم اصلاح‌شده گندم و کود کیمیاوی برای هزاران دهقان مستحق آغاز شد

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «سي.اچ.اې»  مؤسسې په تخنیکي همکاری او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز  او ولسوالیو کې پر ۴ زره او ۳۰۰مستحقو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې وېشل کېږي.
د هر بزګر لپاره ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلوګرامه توره سره او ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره په پام کې نیول شوي دي.
 د دغو مرستو موخه د غنمو د تولید زیاتوالی، د کرنیزو محصولاتو کیفیت لوړول او بزګرانو ته د عملي ملاتړ برابرول دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۴۱
Background image

د ننګرهار سپین غر کې د ایستوي کانال جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي


۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د «اکټېډ» مؤسسې له لوري د سپین غر ولسوالی د کوشتل کلي د ایستوي کانال د جوړولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۲۸
Background image

د ننګرهار مومندره کې لسګونو بزګرانو ته د کرنیزو محصولاتو د روزنې او پالنې په برخه کې روزنه ورکړل شوه


۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او اقتصاد ریاستونو په همغږۍ، د ماشوم ساتني نړۍوالې مؤسسې په مالي لګښت او د افغانستان د بیا رغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۴۱
Background image

بادغیس ولایت ته د کرنې وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا د لوی رییس سفر 

۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر بادغیس ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

بازگشت