فراه کې د طبي بوټو د تشخیص، تثبیت او سروې چارې پیل شوې
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د طبیعي سرچینو آمریت کارکوونکو او د اړونده ولسوالیو د کرنې مسؤلینو په همکارۍ د ارزښت لرونکو طبي بوټو د تشخیص، تثبیت او سروې چارې پیل شوي دي.
د یادې سروې چارې د فراه ولایت په پنځو ولسوالیو « شیب کوه قلعه کاه، اناردره، خاکسفید، ګلستان او فراهرود» کې په لاره اچول شوي وي، چې په ترڅ کې یې د ارزښت لرونکيو او طبي بوټو ځمکې او سیمې تشخیص او تثبیت وروسته په نښه شول.
د نوموړې سروې په لړ کې د انجې، اورشي، استغ، او هغه کروندې چې په خپل سرې او طبیعي ډول په دښتې او غرنیو سیمو کې راشنه شوي دي د ښې ساتنې او پالنې په موخه تثبیتېږي.
د یادولو وړ ده، چې دغه طبي او ارزښت لرونکي بوټي به د کرنې وزارت د ځانګړې کړنلارې له مخې په مسلکي ډول د تدارکاتي پروسې له لارې په قرارداد ورکول کېږي او په سیمه کې به هیچاته په خپل سرې توګه ورڅخه د ګټې اخستنې اجازه ورنکړل شي.