فراه کې د سربندونو او استنادي دېوالونو رغنیزې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۱:۱
فراه کې د سربندونو او استنادي دېوالونو رغنیزې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې

۲۴ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق 
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د یاد ولایت د اوبو لګولو د سیستم د پیاوړتیا او د کرنیزو ځمکو د خوندیتوب په موخه پراخ رغنیز کارونه تر سره کړي دي. د همدې موخې لپاره د یاد ریاست رییس مولوي پیرمحمد حلیمي په لارښوونه د انجینري ټیم او کرنې متخصصینو د بالابلوک او فراهرود ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې د سربندونو، استنادي دېوالونو او پلچکونو د رغنیزو چارو له نږدې څارنه او هر اړخیزه کتنه وکړه.
یاده پروژه د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ او د کرنې ریاست په همغږۍ عملي کېږي. د دې پروژې له مخې په بالابلوک ولسوالۍ کې د کنسک په سیمه کې یو سربند د ۸۵ مترو په اوږدوالي، ۲ متره سور، ۳.۷ متره لوړوالي، ۱۴ متره استنادي دېوال او پنځه پلچکونه جوړېږي. همدا راز، په فراهرود ولسوالۍ کې د تودنک په سیمه کې یو بل سربند د ۹۵ مترو په اوږدوالي، ۲ متره سور، ۳.۵ متره لوړوالي، ۹۰۰ متره اوږد استنادي دېوال او پنځه پلچکونه په اساسي ډول رغول کېږي.
د دې پروژو د عملي کېدو پر مهال ماهرو او غیرماهر کارګرو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده. چارواکي وایي، چې تر اوسه د دغو پروژو رغنیزې چارې شاوخوا ۹۰ سلنه بشپړ شوي او ډېر ژر به رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ټینګار کوي، چې د خپلو ټولو پروژو په وخت څارنه کوي او د کیفیت لوړتیا ته یې ځانګړې پاملرنه کوي، څو د کرنیزو چارو د ودې ترڅنګ د سیمه‌ییزو خلکو اقتصادي وضعیت هم ښه شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۱:۳
Background image

د پکتیکا دوو ولسوالیو کې د خوړو خوندیتوب پروژه رسماً پیل شوه

۱۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د ګومل او جانیخیل په ولسوالیو کې د «هیلتو»موسسې له‌خوا، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیو.اف.پي» په مالي ملاتړ او د پکتیکا د کرنې،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۹:۱۴
Background image

خوست کې د پخوانیو روږدو د ملاتړ او مالدارۍ د پیاوړتیا په موخه وزې وېشل کېږي 

۱۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د حیواني روغتیا او مالدارۍ آمریت مسلکي ډاکټران، ډاکټر میرویس او ډاکټر محمد ایوب، د «اکشن. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۸:۵۶
Background image

سږ کال په هېواد کې له ۴.۵۴ میلیون مټریک ټنو څخه ډېر غنم تولید شوي 

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د احصایې او کرنیزو معلوماتو د ریاست د شمېرو له مخې، سږ کال په ټول هېواد کې ۴.۵۴ میلیون مټریک ټنه غنم تولید شوي، چې له دې ډلې ۴.۱۳ میلیونه مټریک ټنه یې. . .

بازگشت