فراه کې د اینجې کر د اوبو د کمښت او مخدره کښت پر وړاندې بدیله پروژه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۹:۵۵
کشت هنگ در ولایت فراه پروژه جایگزین برای کاهش آب‌ مصرفی و  کشت کوکنار

د فراه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا د کرنې وزارت د پراختیايي بودیجې په ملاتړ، د یاد ولایت په یوه جریب ځمکه کې د اینجې د کرلو لړۍ پیل شوه. دا لړۍ د یاد ریاست د رییس الحاج مولوي پیرمحمد حلیمي له‌خوا رسماً افتتاح شوه.
د پروژې له مخې، له یادې ساحې څخه به شاوخوا ۱۲۶ زره د اینجې بوټي تر لاسه شي.
د فراه د کرنې ریاست چارواکي وایي، د دې پروګرام موخه د اینجې د بوټو د کرلو دودول، د اوبو د کمښت پر وړاندې د مقاومو نباتاتو ترویج، د مخدره توکو د کرکیلې پر وړاندې یو مناسب بدیل برابرول، او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت پیاوړتیا ده.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۴۱
Background image

د ننګرهار سپین غر کې د ایستوي کانال جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي


۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د «اکټېډ» مؤسسې له لوري د سپین غر ولسوالی د کوشتل کلي د ایستوي کانال د جوړولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۲۸
Background image

د ننګرهار مومندره کې لسګونو بزګرانو ته د کرنیزو محصولاتو د روزنې او پالنې په برخه کې روزنه ورکړل شوه


۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او اقتصاد ریاستونو په همغږۍ، د ماشوم ساتني نړۍوالې مؤسسې په مالي لګښت او د افغانستان د بیا رغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۴۱
Background image

بادغیس ولایت ته د کرنې وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا د لوی رییس سفر 

۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر بادغیس ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

بازگشت