فاریاب کې د ۱۰۰ ټنه سړې خونې رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۹:۱
تکمیل و بهره‌برداری سردخانه ۱۰۰ تُنی در ولایت فاریاب

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو زېربناوو ریاست له پراختیایي بودجې څخه ۱۰۰ ټنه ظرفیت لرونکې د مېوو د ساتنې معیاري سړه خونه د فاریاب ولایت په میمنه ښار کې په بشپړه توګه جوړه او ګټې اخیستنې لپاره چمتو شوه.
دغه پروژه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له بودجې څخه د ۳۰ میلیونه او ۵۸۹ زره او ۱۹۰ افغانیو په ټولیز لګښت تمویل شوې ده، چې د فاریاب ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د یوه خصوصي شرکت په واسطه د تخنیکي معیارونو او ساختماني اصولو سره سم پلې شوې ده.
د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، د دې پروژې چارې سل په سلو کې بشپړې شوې دي او د دې سړې خونې په فعالېدو سره به د مېوو معیاري ساتنې، د کرنیزو محصولاتو د ضایعاتو کمښت، د بزګرانو د اقتصادي وضعیت ښه‌والی او د سیمه‌ییز اقتصاد پیاوړتیا ته زمینه برابره شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۸:۳۴
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم څخه د متخصصینو لیدنه؛ د غنمو اصلاح او نباتي ناروغیو پر څېړنو ټینګار وشو

د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د څېړنو لوی مدیریت په چوکاټ کې، د جوارسل څېړنیز فارم څخه د څېړنو انسټیټوټ ریاست راغلي تخنیکي پلاوي لیدنه ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۸:۱۹
Background image

د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د رهبرۍ شورا څوارلسمه غونډه ترسره شوه

د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د رهبرۍ شورا څوارلسمه غونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ د کرنې وزارت کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د کرنې او مالدارۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۶
Background image

کندهار کې ۱۲۸ زره لوی او کوچني څاروي د پرازیټونو پر ضد درمل شول

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د مالدارۍ آمریت په تخنیکي همکارۍ او د ولسوالیو د مسلکي پاراوټرانو په تطبیقي همکارۍ، د. . .

بازگشت