غزني کې د نيالګيو اېښودو کمپين په پار نږدې يو ميليون نيالګي چمتو شوي دي

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۱ - ۸:۱۶
غزني کې د نيالګيو اېښودو کمپين په پار نږدې يو ميليون نيالګي چمتو شوي دي

۲۱ کب ۱۳۹۹
 د ولسمشر د حکم پراساس د کب شلمه په هېواد کې د نيالګيو اېښودو ملي ورځ نومول شوی دی، چې په همدې موخه په مرکز او ولايتونو کې دکب شلمه د نيالګيو په اېښودو او د نيالګيو اېښودو د کمپين په پيل سره نمانځل کېږې. په همدې موخه د غزني په ولایت کې هم  د نیالګيو اېښودو کمپين پیل او په یوه پراخه راټولیدنه کې د غزني ولایت د اسلامي ثقافت په مرکز کې ۴۰۰ نیالګي کېنول شول.
 په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د غزني ولایت والي، د ولایتي شورا رييس او غړو، يوشمېر سيمه ييزو چارواکو،  قومي مشرانو، ځوانانو، زده کوونکو او ښځو ګډون کړي ؤ.
د غزني ولایت والي برید جنرال سید عمر نورستاني د نیالګیو  اېښودو په پیل کې په ولسونو غږ وکړ چې د هېواد په ښېرازۍ، سمسورتیا او زرغونتیا کې برخه واخلي. هغه وويل يو نیالګی د ځان او یو د هېواد د سمسورتیا لپاره کېنوئ، ويې پالۍ، ويې ساتۍ ځکه د نیالګيو کېنول  صدقه يې جاریه ده.
د غزني والي له مدنې ټولنو او ټولو غزني مېشتو وغوښتل، چې په دغه ملي کمپین کې ګډون وکړي او سوداګریزو چارو له مالکانو غوښتنه وکړه،  چې د نیالګیو اېښودو برنامې د تمویل په برخه کې خپله ونډه ادا کړي.
ورپسې د ولایتي شورا ريیس نصیر احمد فقیري، د غزني ولایت ښاروال انجنیر مختار احمد ملکیار، د کرنې ريیس عبدالولي کوچي او د چاپېریال ساتنې ريیس د نیالګیو کېنول دټولو ګډ مسوولیت یاد کړل، د هوا ککړتیا څخه د مخنيوي،  ځان بسیاینې او اقتصاد پیاوړتیا کې د مېوه لرونکو او غیر مېوه لرونکو نیالګیو کېنول اغېزناک و ګنل.
دغزني د کرنې ريیس عبدالولي کوچي وويل، چې سږ کال په غزني ولایت کې نږدې يو ميليون  تصدیق شوي نیالګي شتون لري،  چې د کرنې ریاست له خوا په زیات تخفیف سره بزرګرانو،  بڼوالو او خلکو ته ورکول کېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت