سرپل ولایت کې د اقلیمي بدلونونو سره د کرنې او مالدارۍ د سازښت روزنیز پروګرامونه ترسره شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۰:۳
برگزاری برنامه‌های آموزشی سازگاری زراعت و مالداری با تغییرات اقلیم درسرپل

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند « د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست» د سرپل ولایت په مرکز او څلورو ولسوالیو کې بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلونونو د پوهاوي روزنیز پروګرامونه ترسره کړل.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، دا روزنیز پروګرامونه د سرپل ولایت په مرکز او د سوزمه قلعه، سنگچارک، سیدآباد او صیاد په ولسوالیو کې ترسره شول.
د چارواکو په وینا، د دغو پروګرامونو موخه د کرنې او مالدارۍ سکتور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت په برخه کې د بزګرانو او مالدارانو د پوهې کچې لوړول، د ساحوي معلوماتو د راټولولو بهیر پیاوړی کول او د اقلیمي ګواښونو د مخنیوي لپاره د خبرتیا سیستمونو فعالول ښودل شوي دي.
په دغو پروګرامونو کې له یادو ولسوالیو څخه له ۱۵۰ څخه زیات بزګران ګډون کړی و، چې دوی ته د کرنیزو محصولاتو د زیان‌منېدنې د کمولو، د اوبو د مؤثرې استفادې، د خاورې د ښه مدیریت او د کورنیو حیواناتو د اقلیمي بدلونونو سره د سازګارۍ په برخه کې عملي روزنې ورکړل شوې.
د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست انجنیر دواجان همت وویل: «دا ډول روزنیز پروګرامونه کولای شي د بزګرانو د ژوند د ښه والي او د کرنې سکتور د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مقاومت په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.»
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند « د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست» مسؤلینو ټینګار وکړ، چې دغه راز پروګرامونه به راتلونکې کې هم دوام ولري، څو بزګران د لا زیاتو پوهې او مهارتونو په مټ د اقلیمي ننګونو پر وړاندې مقابله وکړي او د کرنیزو حاصلاتو کچه لوړه شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت