سرخرود کې پر ۳۰۰ مالدارو کورنیو د مالدارۍ اړونده توکي ووېشل شوې

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۶/۱۱ - ۱۵:۳۹
سرخرود کې پر ۳۰۰ مالدارو کورنیو د مالدارۍ اړونده توکي ووېشل شوې

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د مالدارۍ د پراختیا او د مالدارو کورنیو د ملاتړ او له دوی سره د مرستې په پار داځل د ملګروملتونو د نشه یي توکو پر ضد د ادارې (UNODC) په مالي مرسته او د علمي پلټنو او ټولنې پراختیا موسسې (ORCD)په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د سرخرود ولسوالۍ پر ۳۰۰ مالدارو کورنیو د ۶۵ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د مالدارۍ اړونده توکي وېشلي دي.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې په دغو وېشل شویو توکو کې د شېدو د لېږد ۳۰ لیټره لوښې، د شېدو ګرمولو دیګ، د ګاز ډبې، د شېدو د کیفیت مالومولو آلې، د شېدو ساتنې المارۍ، لمریز یخچال، زرنج موټر سایکیلونه، مېز، څوکۍ، هواکش، د اوبو لوښې، د څارویو ۱۰۰ کیلوګرامه متراکم خواړه، منرالي ښښتې، ۱۰۰ سي سي بیولوژیک درمل، د چنجیو ضد درمل، ۳۰۰ سي سي ویټامینونه، د شېدو د لېږد ۱۰ لیټره لوښې، د شېدو ټولولو پنځه لیټره ستل، د حفظ الصحې کېټونه، د شېدو اندازه کولو الې او د کوچو جوړولو ماشینونه شامل وو، چې په دې ولسوالۍ کې د مالدارۍ د پرمختیا په موخه پر دغو مالدارانو وېشل شوي دي.
د ننګرهار د کرنې ریاست زیاتوي، چې له دغو توکو څخه برخمن شوي مالدارن د ورکړل شویو توکو د موثر استعمال او کارونې په موخه ددې ریاست د مسلکي ټیم له خوا روزل شوي هم دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۲۹
Background image

د میدان وردګو جلریز کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرې وېش لړۍ پيل شوه 

۶ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اسټارز» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۲۷
Background image

هلمند کې د شاتو مچیو روزنې د ټولنې له چاراکو سره ناسته ترسره شوه

۶ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق     
د هلمند ولایت د شاتو مچیو روزنې ټولنې مسولینو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امر حافظ هدایت الله. . .

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د هلمند کجکي کې حيواني او نباتي درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه 

۶ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست اړوند د کجکي ولسوالی څارویو روغتیا او بوټو ساتنې مدیریتونو له لورې، ددې ولسوالی په مربوطاتو کې. . .

بازگشت