زعفران‌کارانو ملي ټولنې له استازو سره د کرنې وزیر کتنه؛ د افغانستان د سروطلاوو د ستونزو ارزونه او د ودې حل لارې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۴ - ۱۶:۳۶
ملاقات وزیر زراعت با نماینده‌گان اتحادیه‌ی ملی زعفران‌کاران؛ بررسی مشکلات و راه‌حل‌های رشد طلای سرخ افغانستان

۱۴ سلواغه ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي د خپل کار په دفتر کې، په ولسي جرګه کې د بودیجې او مالي کمیسیون منشي او دهرات د خلکو استازی محمد عظیم کبرزانی په شتون کې، د زعفران‌کارانو د ملي ټولنې له استازو سره وکتل.
په دې کتنه کې د زعفرانو د شرکتونو پر ستونزو او اړتیا وړ حل لارو باندې خبرې وشوې.
د افغانستان د زعفران‌کارانو د ملي ټولنې مرستیال ارباب عبدالرزاق، د زعفرانو د تولید ودې ته د کرنې وزارت له پاملرنې څخه د مننې ترڅنګ ددې برخې د ودې او پرمختیا پروړاندې پر اړوندو ستونزو او ننګونو خبرې وکړې. هغه دغه راز وویل، کومې احصایې او شمېرې چې د زعفرانو د تولید په برخه کې خپرېږي د واقعي تولید له کچې څخه کمه ده. ښاغلی عبدالرزاق دغه راز وویل، چې په کورنیو الوتنو کې باید د زعفرانو د لېږد محدودیت له منځه ولاړ شي.
وروسته ښاغلی احدي د زعفرانو پر وړاندې د ستونزو پر هوارولو له ډلې د زعفرانو پر قاچاق خبرې وکړې. د کرنې وزیر دغه راز د زعفرانو د پرمختیا پر وړاندې د شته ننګونو په هکله وویل، لومړی باید ستونزې طبقه بندي شي، چې کوم یې دولت پورې او کوم یې خصوصي سکټور پورې اړوند دي. د کرنې وزیر په کورنیو الوتنو کې د زعفرانو د لېږد د محدودیت د له منځه وړولو په هکله وویل، چې دا ستونزه هم بررسي کوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۴:۳۴
Background image

د ننګرهار کوزکونړ کې یوشمېر نیالګیو روزونکو سره  د اړینو توکو او موادو مرسته وشوه

۲۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نیالګیو د معیاري تولید، د شنو سیمو د پراختیا او د بڼوالۍ د ودې په موخه، د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۳:۴
Background image

د ننګرهار لعلپور کې له ۷۹۴ اړمنو کورنیو سره د ۸.۷ میلیونه افغانیو نغدي مرسته وشوه

۱۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د لعلپورې ولسوالی له ۷۹۴ هغو اړمنو کورنیو سره د دوهم ځل لپاره د ۸ میلیونه، ۷۶۵ زره او ۶۰۰ افغانیو په ارزښت نغدي مرسته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۴۲
Background image

د پکتیکا اورګون کې له ۲۰۰ مستحقو بزګرانو سره د کرنیزو توکو مرسته وشوه

۱۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالی کې، د «اویک» مؤسسې له لوري، د «په لویدیځ، سویلي او سوېل ختیځ افغانستان کې د اقلیمي انعطاف او اقتصادي ثبات. . .

بازگشت