زابل کې د څلورو چيک ډمونو رغنيزې چارې پیل شوې

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۶ - ۱۶:۱۶
زابل کې د څلورو چيک ډمونو رغنيزې چارې پیل شوې


۱۶ وږی ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۰صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه‍.ق 
د زابل ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې ددې ولايت په مرکز کلات، شینکۍ، شاجوی او میزانه ولسوالیو کې د سېلابونو د اوبو د زېرمه کولو، د کرنې د ودې، د ځمکې لاندې اوبو د سطحې د لوړېدو په موخه د څلور بابه لویو چیک ډمونو رغنيزې چارې پيل شوي دي.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې، د زابل ولایت مرستیال والي سلیمان اغا بهیر، د ولایت مقام دفتر رئیس خواجه حافظ عبیدالله عتیق، د بشري سرچېنو د پراختیا آمر ملا احمد مختار، د اقتصاد رئیس حاجي امیر صاحب، د پیښو پر وړاندې د چمتوالي ریاست رئیس ملا رضا محمد خالد، د کرنې رئیس مولوي عطاءالله راشد، د ډي- آر- سي موسسې مسئولینو، د سیمې ګڼ شمېر قومي مخورو او عامو ولسونو هم حضور درلود.
د زابل ولایت د کرنې ریاست رئیس مولوی عطاءالله راشد وویل، دا چيک ډدمونو زېربنایي پروژی دي، چې په جوړېدو سره به يې د کاریزونو، برمو او ځمکې لاندې اوبو سطحه لوړه شي، د سېلابونو د اوبو د ضایع کېدو مخنیوی به وشي او د سیمې خلکو ته به کاري او کرنيز فرصتونه برابر شي.
په همدې حال کې د ډي- آر- سي موسسې چارواکو وويل، چې د یادو چيک ډمونو ټوليز لګښت  ۳۶۰۰۰۰ امریکائي ډالرو ته رسېږي او رغنيزې چارې به يې د درېوو مياشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته سپارل کېږي.
بايد وويل شي، چې د هر چيک ډم په جوړولو کې ۵۰ کسانو ته د ۷۵ کارکوونکو ته دکار زمينه برابره او  د سلګونو متره معکبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا به ولري.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار ته د پاکستاني وریجو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین چارواکي وایي، چې د کندهار ښار د ۷مې ناحیې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کي زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د کوهکران څېړنیز فارم مسلکي انجنیرانو له لوري د میوند ولسوالی کرنیز انسټیټوټ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۴
Background image

د ننګرهار هډې فارم کې د خرما بڼونو چټکه پراختیا؛ د کرنیزو تولیداتو او اقتصاد د پیاوړتیا نوې هیلې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت چارواکي وایي، چې د هډې فارم په سیمه کې د خرما بڼونو د پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې موخه یې د. . .

بازگشت