زابل کې د اوبولګولو د یوې پروژې چارې پیل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۳ - ۹:۲۰
زابل کې د اوبولګولو د یوې پروژې چارې پیل شوې

د زابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د ترنک او جلدک ولسوالی د شوخک کلي کې د اوبولګولو د یوې پروژې رغنیزې چارې پیل  کړي دي.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د زابل ولایت د مقام د دفتر رییس حافظ عتیق، دکرنې رییس مولوی عطاءالله راشد، د اقتصاد رییس حاجي امیر او یوشمېر سیمه ییزو چارواکو شتون درلود.
د زابل دکرنې رییس مولوی عطاءالله وویل، چې دغه سربند د کرنې وزارت له بودیجې څخه د ۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت رغول کېږي.
 د زابل دکرنې رییس وویل، چې ددې پروژې په بشپړېدو سره به سلګونه جریبه کرنیزه  ځمکه  خړوبه او زرګونو خلکوته به د کار زمینه هم برابره شي.
په همدې حال کې د سیمې اوسیدونکو د یاد سربند په جوړیدو خوښي وښوده او د زابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست او پروژی له مسولینو څخه مننه وکړه.
ددې پروژې د پلي کولو موخه د بزګرانو کروندو ته پر وخت او کافي اوبه رسول، د ځمکې لاندې اوبو پیاوړتیا او په ټوله کې د اوبو مدیریت دی.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت