روزګان کې د اوبولګولو پروژو د چټک تطبیق په‌پار د کرنې وزارت د مرستیال سفر 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۲۷

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان د روزګان ولایت د سفر پر مهال د دې ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له چارواکو سره په ناسته کې د اوبولګولو پروژو پر ژر او مؤثر تطبیق ټینګار وکړ.
په دې ناسته کې د یاد ریاست سرپرست رییس مولوي اسدالله اسد او د قدرتي سرچینو امر مولوي عبدالمنان فاروقي هم ګډون درلود، چې پر بېلابېلو مهمو موضوعاتو یې هر اړخیز بحثونه وکړل.
مولوي فیضان په خپلو خبرو کې د هغو اوبولګولو پروژو په اړه وضاحت وړاندې کړ، چې د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې «اف‌ای‌او» له لوري د روزګان ولایت لپاره په پام کې نیول شوې دي. نوموړي د دغو پروژو پر ژر، معیاري او اغېزمن تطبیق ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د اوبو سم مدیریت د کرنې د ودې لپاره حیاتي ارزښت لري.
بلخوا، د روزګان ولایت د کرنې ریاست سرپرست رییس د یادو پروژو د عملي کېدو په اړه بشپړ ډاډ څرګند کړ او ژمنه یې وکړه، چې د پروژو چارې به پر وخت، شفاف او د ټاکل شوو معیارونو سره سم مخته یوړل شي.
چارواکي باور لري، چې د دغو پروژو په پلي کېدو سره به د روزګان ولایت د کرنې سکتور وده ومومي، د بزګرانو حاصلات زیات شي او د خلکو اقتصادي وضعیت به لا ښه شي.
په افغانستان کې د اوبو د سرچینو مدیریت او د اوبولګولو سیستمونو پیاوړتیا د کرنې سکتور د ودې لپاره مهم بنسټ بلل کېږي. په دې لړ کې، د کرنې وزارت هڅه کوي چې د نړۍوالو همکارو بنسټونو په مرسته په بېلابېلو ولایتونو کې بنسټیزې پروژې پلي کړي، څو د بزګرانو حاصلات زیات او اقتصادي وضعیت یې ښه شي.


سفر معین وزارت زراعت برای تسریع تطبیق پروژه‌های آبیاری در ارزگان
مولوی بازمحمد فیضان، معین آبیاری و  منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفرش به ولایت ارزگان، در نشستی با مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت، بر تطبیق سریع و مؤثر پروژه‌های آبیاری تأکید کرد.
در این نشست، سرپرست ریاست یادشده مولوی اسدالله اسد و آمر منابع طبیعی مولوی عبدالمنان فاروقی نیز حضور داشتند و پیرامون موضوعات مهم مختلف، بحث‌های همه‌جانبه صورت گرفت.
مولوی فیضان در سخنانش در مورد پروژه‌های آبیاری که از سوی اداره خوراک و زراعت ملل متحد برای ولایت ارزگان در نظر گرفته شده است، وضاحت ارائه کرد. وی بر تطبیق سریع، معیاری و مؤثر این پروژه‌ها تأکید نموده و گفت که مدیریت درست آب برای رشد زراعت دارای اهمیت حیاتی است.
از سوی دیگر، سرپرست ریاست زراعت ولایت ارزگان در مورد عملی‌شدن این پروژه‌ها اطمینان کامل داده و تعهد سپرد که کارهای پروژه‌ها به‌گونه به‌موقع، شفاف و مطابق معیارهای تعیین‌شده پیش برده خواهد شد.
مسئولان باور دارند که با تطبیق این پروژه‌ها، سکتور زراعت ولایت ارزگان رشد خواهد کرد، حاصلات دهقانان افزایش می‌یابد و وضعیت اقتصادی مردم بهتر خواهد شد.
در افغانستان، مدیریت منابع آب و تقویت سیستم‌های آبیاری، یکی از پایه‌های اساسی رشد سکتور زراعت به‌شمار می‌رود. در همین راستا، وزارت زراعت تلاش می‌کند تا با همکاری نهادهای بین‌المللی، پروژه‌های زیربنایی را در ولایت‌های مختلف تطبیق نماید تا حاصلات دهقانان افزایش یافته و وضعیت اقتصادی آنان بهبود یابد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۸:۳۴
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم څخه د متخصصینو لیدنه؛ د غنمو اصلاح او نباتي ناروغیو پر څېړنو ټینګار وشو

د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د څېړنو لوی مدیریت په چوکاټ کې، د جوارسل څېړنیز فارم څخه د څېړنو انسټیټوټ ریاست راغلي تخنیکي پلاوي لیدنه ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۸:۱۹
Background image

د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د رهبرۍ شورا څوارلسمه غونډه ترسره شوه

د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د رهبرۍ شورا څوارلسمه غونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ د کرنې وزارت کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د کرنې او مالدارۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۶
Background image

کندهار کې ۱۲۸ زره لوی او کوچني څاروي د پرازیټونو پر ضد درمل شول

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د مالدارۍ آمریت په تخنیکي همکارۍ او د ولسوالیو د مسلکي پاراوټرانو په تطبیقي همکارۍ، د. . .

بازگشت