د کندهار کوهکران څېړنیز فارم د بڼ ښاخبرۍ او کرنیزې چارې ترسره شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۳:۴۵
د کندهار کوهکران څېړنیز فارم د بڼ ښاخبرۍ او کرنیزې چارې ترسره شوې

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهارد  کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د کوهکران څېړنیز فارم د مسلکي مسؤلینو له لوري د یاد فارم د بېلابېلو مېوو ښاخبرۍ، ځمکې قلبه کولو، کود علاوه کولو او شپږ ګوني کرنیزي عملیي چارې ترسره شوي دي.
د یاد فارم د بڼونو متخصص عبدالقدوس بارکزي وایي، چې یادې چارې یې د تېرو درو میاشتو په اوږدو کې ترسره کړې دي، چې په کې د انارو او املوکو حاصلات راټولول، د نندارتونونو لپاره د انارو او املوک چمتو کول، د لوکاټ قوریو پوجي کول، د بڼ لپاره د کیمیاوي سرو علاوه کول، په قلبه سوې ځمکه کې د شپشتي تخم کرل او د انځر، بادام، زردالو، شفتالو او آلو کلسیون ښاخبرۍ کول شامل دي.
نوموړی وایي، چې د ښاخبرۍ پر مهال ټولې ناروغې، ککړې او اضافي ساقي د مېوو له تنو څخه جلا شوي، ترڅو د مېوو لپاره هوا تنظیم شي او مېوه لرونکي ونې په منظم ډول وده وکړي.  
د یادونې وړ ده، چې د کوهکران څېړنیز فارم په کندهار کې د مېوو څېړنې لپاره یو ستر مرکز دی، چې په دې وروستیو کې یې چارې په ښه ډول پرمخ روانې دي، او نږدې راتلونکې کې به د انارو د ښاخبرۍ چارې هم پیل شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۱
Background image

کونړ ولایت کې د انټیروټوکسیمیا واکسین د تطبیق پروګرام پیل شوو

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د کرنې نړۍوال صندوق په مالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۱
Background image

د وټرنر ډاکټرانو روزنیز پروګرام د پرانیستې په موخه پروان ولایت ته د کرنې او مالدارۍ مرستیال سفر

۱۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني، پروان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د وټرنر ډاکټرانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۵۹
Background image

د امارتي ادارو د ویاندویانو همغږۍ غونډه کې د کرنې وزارت د ویاند ګډون

۱۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس او یاند، مولوي شیر محمد حاتمي، د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي ویاند. . .

بازگشت