د کندهار په لرو پرتو ولسوالیو کې ۷۰ بزګرانو ته د زعفران تخمونه وېشل کېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۱:۳
د کندهار په لرو پرتو ولسوالیو کې ۷۰ بزګرانو ته د زعفران تخمونه وېشل کېږي

۱۴ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کندهار ولایت د نېش، غورک، میانېشین، خاکریز او معروف ولسوالیو ۷۰ تنه مستحق بزګرانو ته د زعفران د کرنې د ودې او پراختیا په موخه د زعفران نبات تخمونه وېشل کېږي.
د کندهار د کرنیزو چارو آمر مولوي شمس‌الرحمن موسا وایي، چې د تخمونو د وېش لپاره د کندهار کرنې ریاست او ګډ پلاوي له خوا د بزګرانو د نوم‌لیکنې پروسه په شفاف ډول بشپړه شوې او مستحق کسان غوره شوي دي. ټاکل شوې ده، چې د یادو ولسوالیو هرې یوې کې ۱۴ تنه بزګرانو ته تخمونه ورکړل شي.
دا مرسته د بدیل معیشت (د کوکنارو بدیل) پروګرام برخه ده، چې موخه یې د زعفران کرنې ته وده ورکول، د وچکالۍ په وړاندې مقاومت لرونکی نبات معرفي کول، د بزګرانو اقتصادي ملاتړ، او د نویو بدیلو کښتونو دودول دي.
د یادونې ده، چې څه باندې یوه میاشت وړاندې هم، د کرنې وزارت په مالي ملاتړ او د کندهار کرنې ریاست تر رهبرۍ لاندې، د کندهار په درېیو ناحیو کې ۲۰ تنه بزګرانو ته د جوارو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې او نغدې مرسته وېشل شوې وه، ترڅو د کرنیزو چارو د پراختیا لپاره عملي ګامونه پورته شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۵:۵۶
Background image

د کرنې وزیر د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیال سره وکتل

۱۴ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د خپل کار په دفتر کې د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیال خلیل ابراهیم اوکر سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۳:۳۸
Background image

پکتیا کې ۱۲۵ تنو مالدارانو  سره د مالدارۍ توکو مرسته وشوه

۱۴ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د اړیکو دفتر مؤسسې  په مرسته د دې ولایت د روحانی بابا ولسوالی کې پر ۱۲۵ تنو مالدارانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۳:۳۸
Background image

کندهار کې د ۷ ټنه بي کیفیته تورې کیمیاوي سرې د پلور مخه ونیول شوه

۱۴ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت د معلوماتو له مخې په کندهار کې د ۷ ټنه بي کیفیته تورې کیمیاوي (ډي.ای. پي. . .

بازگشت