د کندهار پنجوايي  کې زرګونو څارويو ته د طاعون واکسین تطبیق وشو  

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۹:۴۳
د کندهار پنجوايي  کې زرګونو څارويو ته د طاعون واکسین تطبیق وشو  

د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په همکارۍ، د پنجوايي ولسوالۍ نهه زره کوچنیو څارویو ته د طاعون ناروغیو د مخنیوي واکسین تطبیق شو. دا لړۍ د مالدارۍ آمریت تر مستقیمې څارنې او د پنجوایي ولسوالۍ د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو په تطبیقي همکاري ترسره شوه.
د دې واکسین تطبیق موخه د مالدارانو ملاتړ، د مالدارۍ سکتور وده او پراختیا، د څارویو محصولاتو زیاتوالی، د څارویو روغتیا ته پاملرنه او مسلکي کسانو ته کاري فرصتونه برابرول دي.  
د پنجوایي ولسوالۍ مالدارانو د دې همکارۍ هرکلی کړی او د کرنې ریاست او اروپایي ټولنې د هڅو څخه یې خوښي څرګنده کړې. 
د مالدارۍ سکتور روغتیا ته ځانګړې پاملرنه د څارویو د ناروغیو مخنیوي او د محصولاتو د ښه‌والي لپاره اړینه ده. د یادونې وړ ده چې یوه اونۍ وړاندې د کندهار غورک، پنجوايي او ارغستان ولسوالیو کې هم زرګونو کوچنیو څارویو ته ورته واکسین تطبیق شوی و.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۱۲:۳۱
Background image

د لغمان د کرنې رییس د ځنګلونو د ساتنې په موخه علینګار ولسوالی ته سفر وکړ

۲ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي عبدالستار محمد په داسې حال کې چې  دطبیعي زېرمو امر مولوي سمیع الحق شهامت، دوحشي ژوو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۱۲:۲۸
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په ټولو فارمونو کې د اوبو ستونزه حل شوې ده

۲ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت په هډې فارم او ټولو نورو کرنيزو فارمونو کې د اوبو کمښت ستونزه حل کړې ده. د یاد شرکت مسوولین وایي چې اوس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۱۱:۱۶
Background image

د هلمند ناوه کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

۲ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسلکي کارکوونکو له خوا، ددې لپاره چې په دې ولایت کې د بې کیفیته درملو مخنیوی ترسره شي، د. . .

بازگشت