د کندهار معروف کې ۱۰ باب د انګورو ټرایلس‌ بڼونه اړمنو بزګرانو ته ووېشل شول

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۳:۵۱
د کندهار معروف کې ۱۰ باب د انګورو ټرایلس‌ بڼونه اړمنو بزګرانو ته ووېشل شول

۱ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ مؤسسې (آر.او.پي) په تخنیکي همکارۍ او د کرنیزو چارو آمریت تر څارنې لاندې، په معروف ولسوالی کې ۱۰ باب د انګورو ټرایلس‌ ډوله بڼونه جوړ او اړمنو بزګرانو ته وسپارل شول. د دې پروژې موخه د ټرایلس سیستم له لارې د انګورو بڼونو پراختیا او د حاصلاتو زیاتوالي دی.
د مسؤلینو په وینا، یاد ۱۰ بڼونه په معیاري طریقه او لوړ کیفیت سره د ولسوالی اړمنو بزګرانو لپاره جوړ شوي دي، چې د هر بڼ لپاره یو جریب ځمکه کارول شوې ده. هغوی زیاتوي چې بڼوالو ته د بڼونو ترڅنګ اړوند تخنیکي همکارۍ، لازم وسایل او معیاري لارښوونې هم ورکړل شوي دي، ترڅو بڼونه په سمه او مؤثره توګه مدیریت کړي.
د یادونې وړ ده، چې له دې مخکي د کندهار د کرنې ریاست په هڅه او سولي بنسټ مؤسسې په تخنیکي همکاري د کندهار په میوند او نېش ولسوالیو کې هم ۷ باب ورته بڼونه اړمنو بزګرانو ته د انګورو حاصل لوړولو په موخه سپارل شوې وې.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت