د کندهار سپین بولدک کې د سلګونه پسونو د قاچاق مخه ونیول شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۲:۴۵
د کندهار سپین بولدک کې د سلګونه پسونو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۱ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۸ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ، د سپین بولدک ولسوالۍ د کرنې، مالدارۍ او امنیتي ادارو په ګډو هڅو، د څارویو د قاچاق د مخنیوي لپاره پراخ ګرځنده کمپاینونه پیل شوي دي. چې په ترڅ کې یې د فرضي کرښې د کنډکونو مسؤلینو د یو زرو ۴۶۳ پسونو د قاچاق هڅه شنډه کړې ده.
د سپین بولدک ولسوالۍ چارواکي وايي، ځینو کسانو هڅه کوله چې دغه پسونه د فرضي کرښې له لارې په غیرقانوني ډول پاکستان ته قاچاق کړي، خو د سرحدي ځواکونو او مسؤلو ادارو په چټک اقدام دا هڅه ناکامه شوې ده.
سرچینې زیاتوي، د قاچاق په تړاو ځیني کسان هم نیول شوي، چې د لا نورو څېړنو لپاره اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.
د کندهار د کرنې ریاست وايي، د څارویو قاچاق د سیمې د مالدارۍ سکتور ته جدي زیان رسوي، او د دغې لړۍ د مخنیوي لپاره یې له آمنیه قومندانۍ سره په ګډه هڅې زیاتې کړې دي. د یاد ریاست د معلوماتو له مخې تېره اوونۍ هم د ۲ زره ۴۰۰ پسونو د قاچاق مخه نیول شوې وه.
چارواکي ټینګار کوي، چې د دغه ډول غیرقانوني کړنو پر وړاندې به کمپاینونو ته دوام ورکړي، ترڅو د سیمه‌ییزو بزګرانو او مالدارانو اقتصادي زیانونه راکم شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۹:۳۸
Background image

دهلمند نادعلي کې یوشمېر مالداران وروزل شول

۱۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تخنیکي پلاوي د هلمند ولایت نادعلي ولسوالی د بېلابېلو سیمو ۳۰ تنو مالدارانو ته د حیواناتو د تغذیې، درملنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د کندهار درو ولسوالیو کې پر ۷۶۳ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۱۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه او له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (یو.ان.او.ډې.سي) په مالي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۲۲
Background image

بزګرانو ته د بدیلو معیشتونو رامنځته کولو په پار هلمند کې د څاڅکې اوبولګولو د پروژې پرانیسته

۱۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامی امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هغو بزګرانو ته چې د کوکنارو له کرکیلې څخه لاس اخیستی او د بدیلو کښتونو پر لور یې. . .

بازگشت