د کندهار ریګستان ولسوالی کې سلګونو مالدارانو ته د څارویو خوراکي توکي ووېشل شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۳۹
د کندهار ریګستان ولسوالی کې سلګونو مالدارانو ته د څارویو خوراکي توکي ووېشل شول

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق 
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (ایف.ای.او) په مالي ملاتړ، د کندهار مهاجرینو مؤسسې (کې.آر.او) په تخنیکي همکارۍ او د ریګستان ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر څارنې لاندې، په یاده ولسوالۍ کې ۵۰۰ مالدارو کورنیو ته د څارویو خوراکه (کنجاړه) ووېشل شوه.
د یادې مرستې لپاره مخکي د یوې ګډې او عادلانه کمېټې له لوري د مستحقو کورنیو نوم‌لیکنه ترسره شوې وه، چې اوس مهال د اړونده مسؤلینو په حضور کې هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلو د څارویو خوراکه، ووېشل شوه. سربېره پر دې، د خوراکې د سم او مؤثر استعمال په اړه هم مالدارانو ته اړینه روزنه ورکړل شوه، تر څو د یادې خوراکي څخه ښه ګټه پورته کړي.
د دې مرستې موخه د مالدارانو اقتصادي ملاتړ، د ژمي له رارسېدو سره د څارویو لپاره د مناسبې خوراکې برابرول او له اړمنو مالدارو کورنیو سره پر وخت مرسته کول دي.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار د کرنې ریاست په دې وروستیو کې د کرنې او مالدارۍ سکتور د ودې او پیاوړتیا لپاره خپلې هڅې چټکې کړې دي. په همدې لړ کې، تیره اوونۍ هم د «اف.اې.او» نړۍوالې ادارې په ملاتړ سلګونو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت