د کندهار د رومیانو په صادراتو کې زیاتوالی

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۱۵:۲
د کندهار د رومیانو په صادراتو کې زیاتوالی

۲ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت د معلوماتو له مخې، په روان ۱۴۰۳ هـ.ش کال کې له کندهار څخه شپږ زره ۳۶۸ ټنه رومیان پاکستان ته صادر شوي، چې دا د تېر ۱۴۰۲ هـ.ش کال په پرتله ۲.۹۴ برابره زیاتوالی ښيي. د صادراتو ډېره برخه پاکستان ته لېږدول شوې، چې د سیمې کروندګرو ته د اقتصادي ودې او عاید زیاتوالي لوی فرصت بلل کېږي.
رومیان، چې په افغانستان کې یو مهم کرنیز محصول دی، په کندهار کې د کروندګرو لپاره ځانګړی ارزښت لري. د پروسس وروسته، له رومیانو روب جوړېږي، چې په ژمي کې د پخلي لپاره کارول کېږي. دا پروسه د کروندګرو لپاره د عاید لوړولو لامل کېږي. سږني رومیان نه یوازې په سیمه‌ییزو بازارونو کې مشهور دي، بلکې په نړیوالو بازارونو کې هم د لوړ کیفیت لرونکي ګڼل کېږي، چې کندهار ته په کرنیزو محصولاتو کې نوی ارزښت ور بښي.
د یادونې وړ ده چې په تېر ۱۴۰۲ هـ.ش کال کې له کندهار څخه یو زر او ۱۶ ټنه رومیان پاکستان ته صادر شوي وو. د کرنیزو محصولاتو په کچه کې زیاتوالی په داسې حال کې راغلی چې د ا.ا.ا د کوکنارو پر کرنه بندیز لګولی او هیڅوک نه شي کولای د کوکنارو کرنه وکړي. د دې بندیز په بدیل کې سږ کال د رومیانو، زعفرانو او نورو حاصلاتو کرنه زیاته شوې ده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۱
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې لسګونو کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د بشري خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «کورډیډ» مؤسسې په مالي ملاتړ، د مومندرې ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

بازگشت