د کندهار دوو ولسوالیو کې نږدې ۱۷ زره کوچني څاروي د طاعون ناروغۍ پر ضد وقایوي واکسین شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۲:۳۵
د کندهار دوو ولسوالیو کې نږدې ۱۷ زره کوچني څاروي د طاعون ناروغۍ پر ضد وقایوي واکسین شول

۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ، د کندهار د رېګستان او دامان په ولسوالیو کې ۱۷ زره کوچني څاروي د طاعون ناروغۍ د مخنیوي په موخه وقایوي واکسین شول.
یاد واکسین د رېګستان او دامان ولسوالیو د مسلکي پاراوټرنرانو په تخنیکي همکارۍ او د کندهار دکرنې ریاست د مالدارۍ آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې د درېیو اونیو په موده کې تطبیق شو. د واکسین کولو موخه د طاعون وژونکې ناروغۍ مخنیوی، د څارویو روغتیا خوندي ساتل، د مالدارانو اقتصادي زیانونه راکمول او د هغوی ملاتړ بلل کېږي.
د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وايي، د دې واکسین د تطبیق له امله به د څارویو د شېدو او غوښې تولید عادي پاتې شي، د ناروغیو خپرېدل به په وخت کنټرول شي او مسلکي کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د کندهار د کرنې ریاست په هڅو، د «اف.اې.او»  او د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت د ډنډ ولسوالی کې له ۳۰ زره زیات کوچني څاروي د درېیو بیلابیلو ناروغیو پر ضد وقایوي واکسین شوي وو، چې اوس مهال یې د تطبیق چارې په نورو ولسوالیو کې هم روانې دي.


در دو ولسوالی قندهار نزدیک به ۱۷ هزار مواشی کوچک در برابر بیماری طاعون واکسین وقایوی شدند
۷ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
به تلاش ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت قندهار و با حمایت مالی سازمان جهانی غذا و زراعت ملل متحد، روند واکسین وقایوی مواشی کوچک در برابر بیماری طاعون در ولسوالی‌های ریگستان و دامان این ولایت عملی گردید که در نتیجه آن، نزدیک به ۱۷ هزار رأس مواشی کوچک واکسین شدند.
این واکسین با همکاری تخنیکی پاراوترنران مسلکی ولسوالی‌های ریگستان و دامان و تحت نظارت مستقیم آمریت مالداری ریاست زراعت قندهار، در مدت سه هفته تطبیق گردید. هدف از این اقدام، جلوگیری از انتشار بیماری طاعون، حفظ سلامت مواشی، کاهش خسارات اقتصادی مالداران و حمایت از آنان عنوان شده است.
مسئولان ریاست زراعت قندهار می‌گویند که تطبیق این واکسین سبب می‌شود تا تولید شیر و گوشت مواشی در سطح عادی باقی بماند، انتشار بیماری‌ها به‌موقع کنترل شود و زمینه کاری برای افراد مسلکی فراهم گردد.
قابل یادآوری است که پیش از این نیز به تلاش ریاست زراعت قندهار و با حمایت مالی سازمان جهانی غذا و زراعت ملل متحد و کمیته هالند، بیش از ۳۰ هزار رأس مواشی کوچک در ولسوالی دند این ولایت در برابر سه نوع بیماری مختلف واکسین وقایوی شده بودند و در حال حاضر، روند مشابه در سایر ولسوالی‌ها نیز ادامه دارد.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت