د کندهار ارغنداب کې پر زر تنه بزګرانو سلګونه کیلوګرامه عضوي سره ووېشل شوه
د کندهارد کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو بشري مرستو نړۍوال سازمان په مالي ملاتړ او د اکټیډ مووسسې په تخنیکي همکارۍ، ارغنداب ولسوالۍ کې زر بزګرانو ته (۱۶۲) کیلوګرامه عضوي سره ووېشله. د دې مرستې څخه مخکې د ولسوال، استخباراتو، قومندانۍ، کرنې او مالدارۍ استازو او د اکټیډ سازمان لهخوا یوه رڼه سروې ترسره شوې وه.
د دې مرستې موخه هغو بزګرانو ملاتړ کول وو، چې د اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې پېرلو توان نه لري، ترڅو د هغوی کرنیزې ځمکې حاصلخیزه شي، خاوره اصلاح شي او د کمو ځمکو څخه زیات حاصل ترلاسه کړي.
د یادولو وړ ده، چې درې میاشتې وړاندې هم په ارغنداب کې د ملګرو ملتونو سازمان او اکټیډ موسسې په همکارۍ پر زر بزګرانو د مۍو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره وېشل شوې وه.