د کندز والي د غصب د مخنیوي کمېسیون مشر او غړو سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۱۰:۳۶
د کندز والي د غصب د مخنیوي کمېسیون مشر او غړو سره وکتل

د کندز والي حاجي ملا محمدخان دعوت د غصب د مخنیوي کمېسیون مشر او غړو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. په دې ناسته کې د کمېسیون مسؤول الحاج مولوي محراب الدین "بلال" د خپلو فعالیتونو او شته ستونزو په اړه والي صاحب ته معلومات وړاندې کړل او د ولایت مقام څخه د همکاریو غوښتنه یې وکړه.
د کندز والي د کمېسیون فعالیتونه واورېدل او د ښاري ماسټر پلان د تطبیق په وړاندې شته ستونزې هم مطرح شوې. ښاغلي والي د ماسټر پلان تطبیق یوه مهمه اړتیا وبلله او د کمېسیون غړو ته یې مشوره ورکړه، چې د کندز ښاروالۍ سره په دې برخه کې لازمه همکاري وکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۱
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې لسګونو کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د بشري خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «کورډیډ» مؤسسې په مالي ملاتړ، د مومندرې ولسوالی. . .

بازگشت