د کندز د کرنې رییس د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د شمال ختیځ زون مشر سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۴:۰
د کندز د کرنې رییس د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د شمال ختیځ زون مشر سره وکتل

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۲ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي نیاز محمد عابد د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» د شمال ختیځ زون مشر خیرالله توران سره ولیدل.
په دې لیدنه کې مولوي نیاز محمد عابد د پلاوي هرکلی وکړ او د کرنې په برخه کې د همکاریو د پیاوړتیا، د بزګرانو او مالدارانو د ملاتړ، په ولسوالیو کې د پراختیایي پروګرامونو د پلي کېدو او د دواړو ادارو ترمنځ د همغږۍ د لوړولو پر اړتیا یې ټینګار وکړ. نوموړي زیاته کړه، چې د دغو همکاریو له لارې به د کرنې خدمات لا ښه او د محلي ظرفیتونو د پیاوړتیا زمینه برابره شي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» د شمال ختیځ زون مشر خیرالله توران د کرنې ریاست له هرکلي او همکاریو څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د کرنې او مالدارۍ په سکتور کې د پایدارې پراختیا لپاره به له دغه ریاست سره ګډ کار ته دوام ورکړي.
یاده لیدنه په دوستانه فضا کې ترسره شوه او موخه یې په کندز ولایت کې د کرنې او مالدارۍ د پراختیا لپاره د ګډو همکاریو پیاوړتیا وه.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت