د کرنې وزیر په بهرنیو چارو کې د هند د دولت له وزیر سره وکتل

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۲۱
دیدار وزیر زراعت با وزیر دولت در امور خارجه هند

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري، هند جمهوریت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د هند د بهرنیو چارو او نساجۍ وزارت له مرستیال وزیر، پبیترا مارګریتا، سره وکتل او د کرنې، مالدارۍ او سوداګرۍ په برخو کې یې د دواړو هېوادونو د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او هند ترمنځ د دوستانه اړیکو پر پیاوړتیا، د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د همکاریو پر پراختیا، د تجربو پر تبادلې، د کرنې سکټور پر پرمختګ او د اقتصادي همکاریو پر پراخولو ټینګار وکړ.
د هېواد د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ سکټور پراخو ظرفیتونو ته په اشارې وویل، افغانستان چمتو دی هغه کرنیز او حیواني محصولات چې هند ورته اړتیا لري، برابر او دغه هېواد ته یې صادر کړي. نوموړي همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرو د تګ راتګ د اسانتیا پر اهمیت ټینګار وکړ او د سوداګرۍ د پراختیا او د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي لپاره یې د لا ډېرو اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه وکړه.
د هند جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر، پبیترا مارګریتا، هم له دې کتنې څخه د خوښۍ په څرګندولو سره، د افغانستان اسلامي امارت له پلاوي سره په بېلابېلو برخو کې د هند د همکاریو پر دوام ډاډ ورکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د دوه‌اړخیزو اړیکو د لا پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت