د کرنې وزیر په افغانستان کې د ترکیې له سفیر سره پر هوکړه لیکونو خبرې وکړې

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۷ - ۱۶:۳۰
mail

۲۷ غبرګولی ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی دخپل کار په دفتر کې په افغانستان کې د ترکیې له سفیر اوزان ارطغرل او د هغه له مرستیال سره وکتل. په دې لیدنه کې دواړو خواوو د کرنې او بدیل کښتونو په برخه کې پر همکاریو او هوکړه لیکونو خبرې اترې وکړې.
د دوی دخبرو اترو اصلي موضوعات د اقتصادي، علمي او تخنیکي همکاریو د هوکړه لیکونو لاسلیکول و. باید وویل شي، چې تر دې مخکې هم پر دغو هوکړه لیکونو کار شوئ، چې ډېر ژر به بشپړ او لاسلیک شي.
دغه هوکړه لیکونه د کرنې، غذایي موادو، مالدارۍ او د څارویو د نسل د تولید د پراختیا په موخه لاسلیک کیږي.

په دې لیدنه کې په افغانستان کې د ترکیې سفیر اوزان ارطغرل وویل، دترکیې هېواد چمتو دی، چې د بدیل کښت او مخدره توکو سره دمبارزې په برخه کې پروژې پلي کړي. هغه وویل، چې دا پروژې به د ملګرو ملتونو له مخدره توکو سره د مبارزې ادارې او د کرنې وزارت په همغږی پلي شي.
د ترکیې سفیر زیاته کړه، کوم هوکړه لیکونه چې ټاکل شوې د افغانستان او ترکیې ترمنځ لاسلیک شي په اقتصادي، علمي او تخنیکي برخوکې ګټور دي.
په ورته وخت کې د کرنې وزیر نصیر احمد درانی د افغانستان دکرنې په برخه کې د ترکیې هېواد له مرستو څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د ترکیې د همکاریو هرکلی کوی. د کرنې وزیر وویل، د کرنې وزارت دمګړۍ هم د هېواد په یو شمېر سیمو کې د بدیل کښت پروژې پلي کوي.
ښاغلی درانی وویل، چې د کرنې په برخه کې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د هوکړه لیکونو د لاسلیک چارې به ګړندۍ شي تر څو په دې برخه کې د عملي کار زمینه برابره شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت او قراردادي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه؛ د ستونزو پر حل او مالي مکلفیتونو د پوره کولو ټینګار وشو

۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت اجرائیوي رییس، سید محمد نعیم محمدي، د هډې فارم له قراردادي کرنیزو شرکتونو د استازو سره د همغږۍ، همکارۍ او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۱۷
Background image

فراشغان ولسوالی ته د لغمان د کرنې رییس سفر

۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سلیمان ایمن په داسې حال کې، چې د قدرتي زیرمو آمر مولوي ګل رسول زبیر، د کرنې متخصص او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۱۷
Background image

د ننګرهار حصارک ولسوالی کې یوشمېر حیواني او نباتي درملتونونه وڅارل شول

۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
 د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د حصارک ولسوالی د ترویج مدیریت ګډ پلاوي د یادې ولسوالی په مرکزي بازار کې. . .

بازگشت