د کرنې وزیر له خوا د ارغنداب د اوبو د مدیریت لویه پروژه پرانیستل شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۰ - ۱۳:۵۹
د کرنې وزیر له خوا د ارغنداب د اوبو د مدیریت لویه پروژه پرانیستل شوه

۱۰ وری ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي، کندهار ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې، د ارغنداب د اوبو د زېرمو پراختیا یي پروژه «AWIRDP» پرانیست.
د ارغنداب د ابو د زېرمو پراختیایي پروژه، د افغانستان دولت له مهمو برنامو څخه دی، چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، د اوبو د چارو تنظیم ملي ادارې او د کرنې وزارت له خوا دکندهار ولایت په کچه د بېوزلۍ د کچې ټیټولو، کارموندنې، د ملي ناخالص تولید د ودې او د ارغنداب حوضې د اوبیزو سرچینو مدیریت په پار پلي کېږي.
یاده پروژه، د ۳۴۸ میلیونه ډالره بودیجې سره، د کندهار ولایت په مرکز او اوو ولسوالیو«شاه‌ولي کوټ، ارغنداب، ډنډ، دامان، پنجوایي، میوند او ژړۍ» کې پلي کېږي. د ارغنداب د اوبو د زېرمو پراختیایي پروژه، د اسیايي پراختیايي بانک له خوا تمویلېږي. ددې پروژې لومړني اجرايي چارې په ۲۰۲۰ ام کال کې پیل شوې وې او ټاکل شوې ده، چې تر ۲۰۲۷ ام کال پورې پلي شي.
ددې پروژې ټولیزه بودیجه ۳۴۸ میلیون ډالر ده، چې له دې ډلې ۶۰ میلیونه یې د کرنې وزارت له خوا پلي کېږي.
د کرنې وزارت له خوا د ارغنداب د پروژې په اډانه کې په کرونده کې د اوبو تنظیم عملي کېږي.
ددې پروژې په پرانیست غونډه کې، ډاکټر انوارالحق احدي وویل، چې د ډهلې بند لوړول او ددې بند اړوند د دویم او درېیمې درجې کانالونو جوړول، له شته اوبیزو سرچینو څخه د کرنې په برخه کې اغېزناکه ګټه اخیستل، د حاصلاتو زیاتوالی، د څاڅکي اوبوخور د اوبولګولو سیسټمونو ترویج، د نویو بڼونو جوړول، د نویو شنوخونو جوړول او په دې برخه کې بزګرانو ته روزنه ورکول، د اوبو د لویو او کوچنیو زېرمو جوړول، د  پیاز، کچالو او تازه مېوو زېرمتونونه جوړول او دغه راز د یادو محصولاتو د پروسس نوي مرکزونه جوړول، د نویو کرنیزو ټکنالوژیو دودول، سوداګریزې ننداریزې قطعې جوړول اومېرمنو ته د کرنې او سوداګرۍ په برخه کې د فعالیت زمینې برابرول، به  ددې پروژې مهمې ښې ګڼې وي.
ښاغلی احدي وویل: «ددې پروژې په پلي کېدو سره به دکرنیزو حاصلاتو کچه لوړ او کورني تولیدات به زیات شي؛ نوي کاري فرصتونه ایجادېږي، د بېوزلۍ کچه ټیټېږي او په همدې توګه د کندهار ولایت بزګرانو ته د نوي کرنیزې ټکنالوژۍ د ترویج په هکله به روزنه ورکړل شي.»
د کرنې وزیر دغه راز وویل، چې د ارغنداب د اوبو د زېرمو پراختیایي پروژې «AWIRDP»پلي کېدل د کرنیزو محصولاتو د معیاري کېدو او د اوبو د ضایعاتو د مخنیوي په برخه کې مرسته کوي، هغه زیاته کړه: «د اوبو مدیریت د کرنې یوه مهمه برخه ده، او دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په دې برخه کې ښې لاسته راوړنې لري، خو بسنه نه کوي، او باید په دې برخه کې لا ډېر کار ووشي. په ټولیزه توګه ټاکل شوې، چې په دې پروژه کې د ډهلې بند اوبه په اساسي توګه مدیریت شي، او له دغو اوبو څخه په کرنه کې په سمه توګه ګټه پورته شي. بلخوا، د کرنې وزارت د تولید او پروسس په برخه کې، هم ډېر کار کړی دی او موږ هلې ځلې کوو، چې د کرنیزو محصولاتو د تولید او پروسس په برخه کې لا ډېر کار ووشي.»
ډاکټر انوارالحق احدي، دغه راز وویل، چې د هېواد په ډېرو سیمو کې کرکېله په دویزه بڼه تر سره کېږي، خو دکرنې وزارت هلې ځلې کوي، چې په هېواد کې میکانیزه کرکېله دود کړي، چې مثبتې پایلې ولري، هغه وویل، چې دکرنې وزارت هلې ځلې کوي، چې بزګران د کرکېلي له نویو لارو چارو سره بلد کړي.
په همدې ترتیب سره د کندهار والي، روح الله خانزاده د ارغنداب پروژې پلي کېدل د کرنیزو حاصلاتو زیاتوالی او د بزګرانو د اقتصادي ودې او په ټوله کې د اقتصادي بنسټونو د پیاوړتیا په پار ارزښتناک او اغېزناک وبلل.
په همدې توګه د یادې پروژې په پرانیست غونډه کې د کندهار د ولایتي شورا رییس حاجي سید خان خاکریزوال کندهار په کرنه ولاړ ولایت یاد کړ او دا پروژه یې د کندهار خلکو لپاره خورا ارزښتانکه پروژه وبلل او ددې پروژې د پلي کېدو په موخه د هر راز همکاریو ژمنه وکړه. ښاغلی خاکریزوال په کندهار کې د ورته زېربنایي پروژو د پلي کېدو غوښتنه هم وکړه.
په همدې حال کې د ولسي جرګې غړی سید احمد سېلاب، ددې پروژې پرانیست غونډې ته په وینا کې وویل، چې د کندهار کرنیزو محصولاتو ته باید په نړیواله کچه بازارموندنه ووشي او د بې کیفیته نباتي او کرنیزو درملو د واردېدو مخه دې ونیول شي. ښاغلی سېلاب دغه راز ټینګار وکړ، چې په کندهار کې باید د څېړنیز فارم جوړشي، بزګرانو او بڼوالو ته روزنیزې برنامې په لاره واچول شي او په دې ولایت کې کرنیز بانک جوړ شي. هغه دغه راز وویل، چې د بېلابېلو مالدارۍ فارمونو د پایښت لپاره باید کار وشي، مسلکي کسان په دندو وګمارل شي، د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا په پارباید چکډیمونه او د زون په کچه د سړه خونه جوړه شي.
د ارغنداب پروژه په ګډه د درې دولتي نهادونو له خوا، چې دکرنې وزارت، د اوبو د تنظیم ملي اداره او د کلیو دبیارغونې او پراختیا اداره په کې شامل دي پلي کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۱:۳۷
Background image

کندهار کې د بې‌کیفیته او تر وخت‌تېرو آفت وژونکو درملو د مخنیوي کمپاین ترسره شو

د کندهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ، د ژړۍ ولسوالۍ د مالدارۍ مسؤلینو په همکارۍ او د نبات ژغورنې مسلکي کارمندانو له‌خوا په ژړۍ ولسوالۍ او اړوندو سیمو کې د نباتي درملو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۰:۱۹
Background image

د کرنې وزارت د ستراتیژیکو زېرمو رئیس په لښکرګاه کې د غنمو د تخلیې لړۍ څخه څارنه وکړه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ستراتیژیکو زېرمو رئیس مولوي قدرت الله حقیار په لښکرګاه کې د بزګرانو د اضافي غنمو پېرودلو د تخلیې له لړۍ څخه لیدنه وکړه. 
د دې لیدنې پر مهال د معاینې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۰:۱۵
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان اسلامي امارت د روغتیایي اتشې سره وکتل

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا آغا جان آخند «حاجي سالم»،  په خپل کاري دفتر کې، په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان اسلامي امارت روغتیایي اتشې حاجي عبدالهادي. . .

بازگشت