د کرنې وزیر د چین حکومت او خصوصي سکتور له لوړپوړي پلاوي سره وکتل

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۹:۱۱
د کرنې وزیر د چین حکومت او خصوصي سکتور له لوړپوړي پلاوي سره وکتل


۱ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۳ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د چین د ولسي جمهوریت له یو لوړپوړي دولتي پلاوي او د یاد هېواد د خصوصي سکتور له استازو سره په کابل کې وکتل. په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنیزو همکاریو، پانګونې او د چین د تجربو د شریکولو په اړه خبرې وشوې.
یاده لیدنه د کرنې وزیر په دفتر کې ترسره شوه. دواړو لورو پکې د کرنې، مالدارۍ، اوبولګولو او د چین د تجربو د شریکولو په برخو کې د همکاریو پر پراخېدو خبرې وکړې.
د ناستې په پیل کې، د چین پلاوي د دې هېواد د خصوصي سکتور له‌خوا په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پانګونې لیوالتیا څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه، چې که د ځمکو کرایه، اسانتیاوې او نور شرایط برابر شي، نو دوی به خپلې عملي پروژې پیل کړي.  
چینایي استازو همداراز د افغانستان د اسلامي امارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې او د نشه‌يي بوټو د ریښې ایستنې هڅې وستایلې.  
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د چین د همکاریو هرکلی وکړ او ویې ویل: «موږ خوښ یوو چې، د چین دولت او خصوصي سکتور د اسلامي امارت تر څنګ ولاړ دی. د دوی لیوالتیا د امید وړ ده، موږ چمتو یوو چې هر راز اسانتیاوې برابرې کړو او هیله‌من یوو چې ډېر ژر د عملي پروژو شاهدان ووسو.»  
په دې ناسته کې د کرنې وزارت ځینو رئیسانو او سلاکارانو، همداراز د چین لوړپوړي پلاوي، چې پکې د سنکیانګ د تولید او ساختماني ادارې دایمي کمېټې غړي ژو شیو بینگ، د یادې ادارې سرمنشي ګانګ ژي یونګ، د سوداګرۍ عمومي ادارې مرستیال وانګ هیکینګ، د بهرنيو چارو د دفتر مرستیال یوان هونګ‌سینګ، د کرنې او مالدارۍ شرکت مرستیال لو ژنګ، د تیانیه د اوبولګولو شرکت مشر ژو گنګ، د تولید او ساختماني ادارې د عمومي دفتر کارکوونکی  ژانګ گلین، د سفارت مرستیال سفیر باو شوهوئی، د چین سفارت د سیاسي چارو رئیس ژائو های‌هان، شامل وو.


دیدار وزیر زراعت با هیئت بلندپایه حکومت و سکتور خصوصی کشور چین
۱ ثور ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، با هیئتی از مسئولان دولت و نماینده‌گان سکتور خصوصی جمهوری خلق چین در کابل دیدار کرد.
این دیدار در دفتر وزیر زراعت برگزار شد و در آن روی گسترش همکاری‌ها، سرمایه‌گذاری در بخش‌های زراعت، مالداری، آبیاری و شریک‌سازی تجارب جمهوری خلق چین با افغانستان گفت‌وگو صورت گرفت.
در آغاز، نماینده کشور چین بر علاقه‌مندی سکتور خصوصی این کشور به سرمایه‌گذاری در سکتور زراعت و مالداری افغانستان تأکید کرد و از آمادگی برای آغاز عملی پروژه‌ها پس از فراهم‌سازی سهولت‌هایی از جمله اجاره زمین، اطمینان داد.
آنها همچنان از اقدامات حکومت افغانستان در راستای مبارزه با مواد مخدر و ریشه‌کن‌سازی گیاهان مخدر ستایش کردند.
در ادامه، مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، ضمن استقبال از همکاری چین گفت:"خوشحالیم که دولت و سکتور خصوصی چین در کنار امارت اسلامی افغانستان ایستاده‌اند. علاقه‌مندی آن‌ها به سرمایه‌گذاری و همکاری مایه امیدواری است. ما آماده‌ایم تا هر نوع سهولت را فراهم کنیم و امیدواریم به زودی شاهد آغاز عملی پروژه‌ها باشیم."
در این نشست، شماری از رؤسا و مشاوران وزارت زراعت، آبیاری و مالداری افغانستان  هیئت چینی شامل ژو شیو بینگ عضو کمیته دایمی حزب اداره تولید و ساختمانی سنکیانگ، گانگ ژی یونگ سکرترجنرال این اداره، وانگ هیکینگ معاون ریاست عمومی اداره تجارت، یوان هونگ‌سینگ معاون رئیس دفتر امور خارجه، لو ژنگ معاون شرکت زراعت و مالداری، ژو گنگ رئیس شرکت آبیاری تیانیه، ژانگ گلین کارمند دفتر عمومی اداره نیروی تولید و سازندگی، باو شوهوئی معاون سفیر، و ژائو های‌هان رئیس سیاسی سفارت چین حضور داشتند.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۲:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د بدیل معیشت رییس د کوکنارو د بدیل کښت پروژو د څارنې په پار کندز ته سفر وکړ

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بدیل معیشت رییس عبدالخالق محجوب د کاري سفر په ترڅ کې کندز ولایت ته لاړ، څو د کوکنارو د بدیل کښت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۰:۱۷
Background image

د مالدارۍ سکټور پیاوړتیا په پار هڅې؛ د لښکرګاه بولان کې حیواني کلینیک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امریت له لوري، د مرکز لښکرګاه بولان په سیمه کې یو باب. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۹:۱۷
Background image

د جلال آباد ښار نهمه ناحیه کې د یو چکډېم د جوړولو چارې پیل شوې

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د جلال آباد ښار نهمې ناحیې غازي امان الله ښار ګوټي ترڅنګ د باراني اوبو زېرمه کولو او د ځمکي لاندې اوبو سطحې لوړولو په موخه د درې نیم. . .

بازگشت