د کرنې وزیر د هلمند والي او ددې ولایت د یوشمېر دولتي اداراتو له رییسانو سره په کتنه کې: د مالدارۍ او بڼوالۍ پر پراختیا خبرې اترې

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۳۰ - ۱۰:۲۹
ملاقات وزیر زراعت با والی و شماری از رییسان ادارات دولتی هلمند: گفت‌وگو روی توسعه‌ی باغداری و مالداری

۳۰ لیندۍ ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي د هلمند والي جنرال عبدالنبي الهام، د کرنې رییس زلمی الکو او ددې ولایت د دولتي اداراتو له یوشمېر نورو رییسانو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل او ددې ولایت د مالدارۍ او بڼوالۍ پر پراختیا یې خبرې اترې وکړې.
د هلمند والي او ورسره مل پلاوي، په هلمند کې د کرنې وزارت له برنامو څخه د مننې ترڅنګ، د هلمند کرنیز وضعیت په هکله خبرې وکړې او په دې ولایت کې د خرماوو د نویو بڼونوجوړولو، د شېدې ټولولو او پروسس د مرکزونو جوړولو او د سبو د پروسس د مرکزونو د جوړولو غوښتونکي شول. دوی دغه راز د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د لاډېرو پروژو د پلي کېدو غوښتنه وکړه.
په دې لیدنه کې دکرنې وزیر ډاکټر انوارالحق احدي وویل، چې د کرنې وزارت د خرماو د بڼوالۍ د لا دودولو او د مالدارۍ د وضعیت ښه کولو په پار د خرماوو لاډېر بڼونه او د شېدې ټولولو مرکزونه جوړي.
په همدې حال کې دکرنې وزیر وویل، چې د هلمند په ولایت کې د سبو د پروسس مرکزونو جوړولو په پار به د کرنې وزارت لاډېرې پاملرنې وکړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۵۰
Background image

ننګرهار کې له ۲٤ بزګرانو سره د شفتلو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې او کرنیزو وسایلو مرسته وشوه

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۴۹
Background image

کونړ کې د ۲۷ میلیونو افغانیو په ارزښت د معیشت او ځنګلدارۍ پروژه پلي کېږي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د آسیا  ټولنې د پراختیا مؤسسې  مسؤلینو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو له مرستیال مولوي بازمحمد فیضان سره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۴
Background image

پکتیکا کې د انګورو حاصلات څلور سلنه زیات شوي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله څلور. . .

بازگشت