د کرنې وزير د کندهار د کرنيزو شرکتونو له چارواکو او يوشمېر سوداګرو سره وکتل

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۹ - ۱۶:۱۲
د کرنې وزير د کندهار د کرنيزو شرکتونو له چارواکو او يوشمېر سوداګرو سره وکتل

۹وری ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر انوار الحق احدي کندهار ولايت ته دخپل سفر په ترڅ کې د دې ولايت د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مالدارۍ او کرنيزو شرکتونو چارواکو، پانګوالو او سوداګرو سره وکتل او پر شته فرصتونو او ننګونې خبرې اترې وکړې.
د کندهار د سوداکرۍ او پانکونې خونې رييس نصرالله زهیر د کندهار ولايت د کرنيزو توليداتو او په دې ولايت کې د شنوخونو او يو شمېر نورو مواردو په هکله د کرنې وزير ته مالومات وړاندې کړل.
په دې ليدنه کې پانګوال، د کرنې له وزير څخه د تازه او ووچو مېوو د توليد په پار د زمينې برابرولو، د کرنيزو درملو دکيفيت لوړول، د ډول ډول تخمونو وېش، د احصايې سيسټم پياوړتيا، د ګمرک د لګښتونو ټيټوالی، په لويو لارو کې د ستونزو او د محصولاتو وچول او د پنبې د ستونزو د هوارولو په پار د ملاتړ او همکاريو غوښتنه وکړل. د کښت او توليد زياتوالی، د زېرمتونونو کمښت، پانګوالو ته ځمکې ځانګړې کول، د مېوو په برخه کې بشپړ څېړنې، د طبي بوټو، تازه او وچو مېوو په توليد کې نړيوال سرټفکېټونه او د اسټنډرډ لابراټوار نه شتون ستونزې هوارول، د کرنې وزير څخه د سوداکرو او پانګوالو نورې غوښتنې وې.
په همدې حال کې د کرنې وزير وويل، چې کندهار کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې وړتياوې ډېر دي او د مالدارۍ او کرنيزو توکو په برخه کې کندهار مهمه ونډه لري. هغه وويل، چې يوشمېر ستونزې شتون لري او وزارت يې هوارولو په پار هلې ځلې کوي.
ډاکټر انوارالحق احدي دغه راز د خوښۍ په څرګندولو سره وويل، چې په ۱۳۹۹يم کال کې د څه باندې ۶۵۰ ميليونه افغانيو په لګښت د کرنې وزارت له خوا په کندهار کې پراختيايي پروژې پلي شوي دي او روان کال ددغو پروژو شمېر زياتېږي.
د کرنې وزير سوداګرو او پانکوالو ته وويل:"موږ هلې ځلې کوو چې روان کال ډېړ سوداکريزې شنې خونې، سړې خونې او بڼونه جوړ کړو."

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۱:۳۴
Background image

د کرنې وزارت د مرکزي او ولایتي رییسانو د همغږۍ سیمینار پرانیستل شو

۱ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي او ولايتي رییسانو دهمغږۍ درې ورځنی سمينار د ياد وزارت د پامير په تالار کې د کرنې وزير مولوي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۰:۳۰
Background image

پکتیکا کې د اوبیزو حوزو د مدیریت پروژه پيل شوه

۱ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د ټیلو مؤسسې لخوا د زیانمنو ټولنو د معیشت د ښه‌والي او د اسیب‌پذیرۍ د کمولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د کندهار سپین بولدک کې د ګمرک جوړولو لپاره څه باندې زر جریبه ځمکه رسماً د ګمرک ریاست ته وسپارل شوه

۳۰ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د اسلامي امارت د زعیم، عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله تعالی ورعاه د حکم پر اساس او د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست. . .

بازگشت