د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال په کابل کې د ریشخور مسلخ څخه لیدنه وکړه
۵ وری ۱۴۰۳ه.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» د کرنې وزارت له دفترونو او تاسیساتو څخه د لیدنې د لړۍ په ترڅ کې د کابل ولایت د ریشخور مسلخ څخه لیدنه وکړه او دیاد مسلخ د فعالیت پر پیل یې ټینګار وکړ.
ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» د ريشخور د مسلخ څخه د ليدنې پر مهال د ياد مسلخ د فعاليت پر پيل ټينګار وکړ او زياته يې کړه:«بايد په دغه مسلخ کې فعاليت پيل او خلکو ته صحي غوښه وړاندې شي او په ښار کې د خپلسري حلالولو مخه ونيول شي، ترڅو د غیرصحي غوښې د خوړولو له وجې دکابل د اوسیدونکي د زیانمن کېدو مخنیوی ووشي».
ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» د ریشخور مسلخ د مسؤلینو وړاندیزونه، ستونزې او ننګونې واورېدې او د حل په موخه یې ټینګار وکړ.
بازدید معین مالی و اداری وزارت زراعت از مسلخ ریشخور کابل
۵ حمل ۱۴۰۳ هـ.ش
ملا آغاجان آخند«حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری سه سلسله بازدید از دفاتر و تاسیسات وزارت زراعت از مسلخ ریشخور ولایت کابل بازدید نموده و بر آغاز فعالیت این مسلخ تاکید کرد.
ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» در جریان بازدید از این مسلخ ریشخور تاکید بر آغاز فعالیت مسلخ یاد شده کرد و افزود" فعالیت در این مسلخ باید آغاز گردد و گوشت صحی به مردم عرضه شود و از کشتن خودسرانه در شهر جلوگیری صورت گیرد تا جلو متضرر شدن باشنده گان کابل به دلیل خوردن گوشت غیر صحی گرفته شود"
ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» پیشنهادات، مشکلات و چالشهای مسوولان مسلخ ریشخور را استماع نموده و بر حل آن تاکید نمود.